190 مېليون پاؤنډ بېرته اخستو لپاره به سپريم كورټ سره مراجعه كول وي٬ په موجوده وضعه كښې هيله نه لرو چې زمونږ اپيل به مظور شي۔ داخله وزير رانا ثناء الله

image

اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان وئيلي دي چې 190 مېليون پاؤنډ بېرته اخستو لپاره به سپريم كورټ سره مراجعه كول وي٬ په موجوده وضعه كښې هيله نه لرو چې زمونږ اپيل به مظور شي٬ مردم شماري بيا كولو لپاره به ټولو له متفق كېدل وي، د پي ډي اېم ټول سياسي ګوندونه به د خپل خپل پلېټ فارم څخه الېكشن كوي٬ په ټولټانكو كښې به يو سياسي ګوند سره انتخابي اتحاد نه كوٶ، په پنجاب كښې د قامي اسمبلۍ سل او د صوبائي اسمبلۍ 200 چوكۍ پخې دي۔ وفاقي وزير دا خبرې د نهې په ورځ ميډيا سره په غېر رسمي خبرو كښې كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د تحريك انصاف چيئرمېن ته د سزا يا د نااهلۍ پحقله څه وئيل به د وخت نه وړاندې وي٬ سزا به د الېكشن نن مخكښې وي يا وروسته معلومات نه لرم۔ ده ووئيل شېخ رشيد د هېواد په سياست كښې دومره اهميت نه لري چې ھغه ونيولې شي٬ ھغه ته اهميت وركول نه غواړٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ترهګرۍ په كاروائيو كښې افغان خاوره استعمالېږي٬ افغان حكومت د دې مخنيوي كول نه غواړي يا د مخنيوي صلاحيت نه لري دا پوښتنه په خپل ځائ موجود ده٬ مونږ په دې لړ كښې په هره كچه خبره كړې ده۔ ده ووئيل عمران رياض چرته دې الله پاك ښه پوهېږي٬ د ھغه كورنۍ مونږ سره رابطه نه ده كړې كه رابطه وكړي نو مرستې لپاره تيار يو

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں