د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير مسئلې په رامخې ته كولو د پاكستان حكومت او وزيراعظم انوار الحق كاكړ مننه كوؤ٬ حريت كنفرنس

image

اسلام آباد۔24ستمبر(اے پی پی) کل جماعتی حریت کانفرنس آزاد جموں کشمیر وئيلي دي چې په تش لاسه كشميري اولس د هندي ځواكونو د ظلمونو په ضد د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير مسئلې په رامخې ته كولو د پاكستان حكومت او وزيراعظم انوار الحق كاكړ مننه كوؤ٬ نړيوالې ورورولۍ ته خواست دے چې هغه په سوئيلي آسيا كښې تلپاتي امن او سلامتيا لباره د كشمير مسئلې په حل كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ دې ځايې څخه د جاري شوي بيان لمخې د اطلاعاتو سېكتر امتياز واني د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په كلنه غونډه كښې د كشمير مسئله په ډاګه كړه۔ ده ووئيل پاكستان تل نړۍ ته په مقبوضه سيمه كښې د هندي ځواكونو جنګي جرمونه ښكاره كړې دي۔ ده ووئيل كشميرې اولس به د كشمير مسئلې تر حل كېدو د ملګرو ملتونو د قراردادونو لمخې خپلې هڅې روانې ساتي۔ ده نړيوالې ورورولۍ ته خواست وكړو چې هغه دې په سوئيلي آسيا كښې امن او سلامتيا باوري كولو له د كشمير مسئلې په حل كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده د ملګرو ملتونو په كلنه غونډه كښې د كشمير مسئلې په رامخې ته كولو د ترك صدر رجب طيب اردوان هم مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : ریل رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں