سعودي عربستان له به د ټولې اسلامي نړۍ مشري كولو سره د فلسطين مسئلې حل كولو له عملي ګامونه پورته كول وي٬ طاهر محمود اشرفي

image

اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د پاکستان علما کونسل چيئرمېن او د وزيراعظم خاص استازي طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د فلسطين په مسئله د امت مسلمه د وېشلو سازشونه روان دي، د سعودي عربستان په مشرۍ كښی به امت مسلمه له يو متفقه دريځ سره مخ په وړاندې تلل وي٬ په پاكستان وياړ لرم ٬ سپه سالار جنرال حافظ سيد عاصم منېر د فلسطيني اولس په حق كښې چې كوم غږ پورته كړو هغه د پاك پوځ د عظمت او فلسطيني اولس سره د مينې دليل دے۔ پروپېګنډې كوؤنكي او سازشي عناصر يوازې تقسيم غواړي٬ نړۍ ته دا خبره په ډاګه شوې ده چې ټول اروپايي هیوادونه، امریکا، انګلستان د ماشومانو په مسئله هم دوه ګونی معیارونه لري. د غزې ماشومان هیڅ حق نه لري؟ هغه څوک چې د حیواناتو د حقونو خبرې کوي په غزه کښې د انسانیت په عامه وژنه غلي دي۔ دا خبره طاهر محمود اشرفي د متحده جمعیت اهل حدیث تر سیوري لاندې د فلسطین د پېوستون کنفرنس ته وېنا كښې وكړه۔ په دې موقعه موقع سید ضیاء الله شاه بخاري، مولانا الله وسایا، سید اسامه بخاري، مفتي سید عاشق حسین او نورو علماو او مشائخ هم خطاب وكړو۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وویل د فلسطین مسئله ښكاره ده ٬ اوس جګړه د ظالم او مظلوم ده، د فلسطین ستونزه د مسلمانانو نه بلكې د بشریت ستونزه ده۔ ده ووئيل د افسوس خبره دا ده چې د ملګرو ملتونو ادارې د كومې كمزورۍ څرګندونه كړې ده هغه د دې ادارې د اهميت ختمولو برابر ده۔ ده ووئيل امريکا، بريتانيا او اروپايي هېوادونه بايد اسرائيلو سره د مينې په خاطر د ټولې نړۍ له سولې سره لوبې ونه کړي، که په غزه کښې بل كړې شوې اور ختم نه كړے شي نو دا به ټولې نړۍ ته خپور شي ۔ ده ووئيل د غزه وضعې څخه اسلام او مسلمان دښمنه قوتونه ګټه پورته كول او په اسلامي نړۍ كښې ګډوډۍ رامنځ ته كول غواړي۔ ده ووئيل مونږ له به يو موټي كېدو سره دا سازش ناكامه كول وي۔ ده ووئيل سعودي عربستان د مسلمانانو د وحدت او اتحاد مركز دے ٬ سعودي عربستان له به د ټولې اسلامي نړۍ مشري كولو سره د فلسطين مسئلې حل كولو له عملي ګامونه پورته كول وي۔

مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں