ډېووس 17 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي پاكستان د غوره چاپېرچل په توګه يو مهم تجارتي سنګم دے٬ د واكمنۍ تګلارې پرله پسې ښې كېږي٬ حکومتي خرڅونو كښې كمے كول او په امدن كښې زياتوالے زمونږ بنيادي مقصد دے، د ماليي په نظام كښې اصلاحات كوٶ٬ ماليه زياتولو او په امدن كښې اضافې له به د نجي څانګې ډاډګيرنه كولې شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د نړيوال اقتصادي فورم په مهال د پاتھ فائنډرز برېك فاسټ دستورې په مهال خپلو خبرو كښې كړې٬ چې پكښې د پاكسانو شخصياتو سره سره د ګردې نړۍ راغلے پوهانو٬ دانشورانو٬ ليكوالو او د بشري خېرښګړې نتظيمونو مشرانو ګډون كولو۔ وزيراعظم انوارالحق کاکړ ووئيل پاكستان د 24 كروړه آبادۍ لرونكے عظيم هېواد دے٬ پاكستان د غوره چاپېرچل په لحاظ مهم تجارتي سنګم دے او دغې په بنياد منطقه كښې د رابطو ذريعه ده٬ ده ووئېل قدرت پاكستان له بلها نعمتونه وركړي٬ افغانستان هم مونږ سره په ګاٶنډ كښې پروت دے كوم چې اقبال د اسياء زړه ګرځولے او هلته استحكام سره په ټوله منطقې اغېز پرېځوي۔ ده ووئيل پاکستان د اي سي او هم مهم غړے دے٬ زمونږ په ګاٶنډ كښې په چين كښې د 336 ټرېليونه ډالرو تجارت كېږي ٬ د دې نه وړاندې د خليج مرستې كونسل هېوادونو د هائېډرو كاربن برامدات په وده معيشت قوي او منتوع كړے٬ هغوي سره سرمايه كمه ده خو د هغوي آبادي كمه ده چې په سبب ئې د بهر څخه افرادي قوت راغوښتل وي او په دغه سبب هغوي د پاكستان٬ بنګله دېشن او د هند څخه افرادي قوت ترلاسه كوي ٬ ده ووئېل پاکستان صنعتکارۍ ته وده وركولو لپاره زيات په زړه پورې او د مسابقت وړ اسانۍ وركولو سره د سرمايه كارۍ غوره هېواد حېثيت ترلاسه كړے۔ وزيراعظم ووئيل په چين كښې د جديديت سفر د كال 1979 نه وروستو پېل شوے او خپل ځينې صنعتونه نورو هېوادونو ته منتقل كوي، دې لپاره سوئيلي آسيا٬ ختيزه آسياء سره پاكستان هم ھغه هېواد دے چرته چې به دا صنعتونه لګولې شي۔ وزيراعظم ووئيل په پاکستان كښې د مختلف نوعيت كلتور٬ ژبې٬ نسلي ډلې او جغرافيه وجود لري او د نړۍ د اته نه تر نهه لوړ غرونه په پاكستان كښې دي كوم چې غر سر كوونكو لپاره زړه راښكونكې دي٬ دغسې مونږ د تهر او بلوچسان صحراګانې او د پنجاب پراخه مېداني زمكه هم لرو ٬ ده ووئېل دا د مختلف ډول چاپېرچل يوه داسې مجموعه ده كومې چې پاكستان د مثالي اهميت وړ هېواد ګرځولے او پاكستان سېلګرۍ لپاره هم غوره هېواد دے۔ نګران وزيراعظم ووئيل د پاكستان بشري وسيله زمونږ عظيمه اثاثه ده٬ 24 كروړه آبادۍ كښې 60 فيصده د 30 كالو نه د كم عمر ځوانانو ده او دا پاكستان لپاره د مكمل توان حېثيت لري٬ دوي لارښونې ته اړتيا لري ٬ ده ووئېل نزدې 15 لكه افرادي قوت د آئي ټي په څانګه كښې كار كوي٬ زمونږ ځوانان په نړيواله كچه اېكړېډسن لپاره هم كارك كوي او مونږ په كلنه توګه په نړيواله كچه منلې شوي 50 زره ګرېجوېټ ځوانان وركولې شوو۔ ده ووئيل پاكستان كښېد حكمرانۍ طرز پرله پسې ښه كېږي٬ مونږ چېلنجونو سره مخ يو٬ خو زه باور لرم چې په فرورۍ كښې د كېدونكو ټولټاكنو په نتيجه كښې به چې كوم متنخب حكومت شي ھغه به په دې كښې لړ كښې مثبت اقدامات كوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ په هېواد كښې د ټېكس نظام ښه كړے٬ په ټېكس نېټ كښې بدلون كوٶ٬ مونږ له دوه مهم اقدامات كوٶ چې په حكومتي خرڅونو كښې كمے راشي او آمدن زيات شي۔ وزيراعظم ووئيل د اردو ژبې شمېره د نړۍ په لويو ژبو كښې كېږي٬ د پاكستان متنوع كلتور نړۍ لپاره د خوښۍ سبب دے۔ ده ووئيل نړيوال اقتصادي فورم او پاتھ فائنډرز ګروپ سره به زمونږ شراكتداري په سباٶن كښې هم دوامداره وي۔