اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی) د مذهبي چارو نګران وفاقي وزير انيق احمد وئيلي دي چې پاكستاني حجاج كرام لپاره د غوره آسانيو په برابرولو د سعودي چارواكو مننه كوؤ۔ دا خبره ده سعودي سفير نواف سعيد المالكي سره د حج انتظاماتو په لړ كښې سعودي سفارت كښې په شوي ملاقات كښې وكړه۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې دواړو لارښودو د حج 2024 انتظاماتو ته حتمي شكل وركولو له په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د سعودي عربستان د هداياتو له مخې د نجي حج سكيم د لارې حج كولو كښې خوښي لرونكو لپاره نورې آسانۍ هم باوري كړې شوي دي٬ په حج كمپنيو مشتملې 146 منظمې كمپنۍ تشكيل كړې شوي دي او ددوئي كوائف د مذهبي چارو وزارت كښې لګولې شوي دي۔ دغسې حج له د تلونكو د بكنګ عمل پېل كړے شوے دے۔ سعودی سفیر نجي حج كمپنيو ته د خپل اړخه د بشپړې مرستې باور وركړو۔ ده زياته كړه چې کراچی ایئرپورټ څخه’’روډ ټو مکه ‘‘پراجېکټ ته حتمي شكل وركولو له سینئر سعودی چارواكي د فروروۍ په وروستې اونۍ كښې د پاكستان دوره كوي۔ سرکاری عازمینو سره سره د نجي حج سكيم عازمين به هم روډ ټو مكه پراجېكټ كښې شاملولې شي۔