د اطلاعاتو نګران وفاقي وزير د پارليمنټ هاؤس پرېس ګيلري دوره ٬ خبريالانو سره ملاقات ٬ خبريالان په هيواد كښې جمهوريت او د رايۍ آزادۍ لپاره د مهمې ستنې حيثيت لري٬ مرتضی سولنګي

image

اسلام آباد۔23 فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او پارليماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي د جمعې په ورځ د پارليمنټ هاؤس د پرېس ګېلري دوره وكړه او خبريالانو سره يۍ يو په يو ملاقات وكړو۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل نګران حكومت د آئين او قانون له مخې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړې دي۔ ده ووئيل خبريالان په هېواد كښې د جمهريت او رايۍ آزادۍ له د مهمې ستنې حېثيت لري۔ ده ووئيل خبريالان ټولنې لپاره يوه آئينه ده٬ دوئي اولس حقائق څخه خبروي۔ ده ووئيل نګران حكومت د رايۍ آزادۍ تحفظ له هم اقدامات كړې دي۔ په دې موقعه خبريالانو د پرېس ګېلرۍ په دوره كولو د وفاقي وزير مرتضی سولنګي مننه وكړه۔ دوئي په نګران حكومت كښې د اطلاعاتو د نګران وفاقي وزير په حېث د دوئي د كردار ستائنه هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں