د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

image

اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې په بهر كښې اكاٶنټس، كاروبار او علاج كوونكي او د دوي هم نوا به په فارن فنډنګ كېس كښې هم ماتې سره مخ كېږي، اپوزيشن د سياسي منافقت ژوندې مثال جوړ شوے. د خالي په ورځ په يو ټويټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې اپوزيشن د سياسي منافقت ژوندې مثال جوړ شوے، د ټاكنو په كميسون د فارم 45 او آر ټي اېس په اړه تورونه لګوونكي نن په نوي روپ كښې كميسون ته سياسي دړكې كوي.

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں