د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه ” نوې ستراتېژك انګېجمنټ منصوبه” به د دوه اړخيزه اړيكو ودې٬ د شريك تجارت زياتوالي او د اولس په كچه روابط زياتولو له مهم كردار ولوبوي

image
APP48-19 MULTAN: February 19 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mehmood Qureshi talking to media persons at Circuit House. APP photo by Qasim Ghauri

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان ارواپائي سره دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه ” نوې ستراتېژك انګېجمنټ منصوبه” به د دوه اړخيزه اړيكو ودې٬ د شريك تجارت اضافې او د اولس په كچه روابط زياتولو له مهم كردار ولوبوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف غړو هېوادونو سفيرانو په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستياﺀ دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د دستورې په مهال خارجه وزير سفيرانو سره په دوه اړخيزه اړيكو٬ د اقتصادي مرستې په وده او په مقبوضه جمو و کشمير كښې د بشري حقونو د روانو خلاف ورزيو پشمول د شريكې خوښې چارو او د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د ستراتېژك انګېجمنټ منصوبې د خدوخال په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔ خارجه وزير ووئيل د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه ” نوې ستراتېژك انګېجمنټ منصوبه” به د دوه اړخيزه اړيكو ودې٬ د شريك تجارت اضافې او د اولس په كچه روابط زياتولو له مهم كردار ولوبوي٬ اروپائي ائتلاف د پاكستان لوے تجارتي شراكت دارې دے۔ شاه محمود قرېشي د كشمير پحقله ووئيل هند په پنځلسم اګست د جمو كشمير 80 لكه وګړي د كرفيو د لارې محصور كړي٬ د مقبوضه جمو و کشمير بې ګناه وګړي د هندي ظلمونو نه خلاصولو لپاره به د اروپائي ائتلاف پشمول نړيوالې ورورولۍ له خپل بشپړ كردار لوبول وي ۔ خارجه وزير سفيريان د افغان امن عمل پحقله د پاكستان د روغې جوړې د هلو ځلو نه خبر كړل٬ د اروپائي ائتلاف سفيرانو افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان د مخلصانه هلو ځلو ستائنه وكړه۔ په دې موقع خارجه وزير سفيرانو څخه پاكستان كښې د امن د تسلۍ وړ صورتحال له مخې د خپل ”سفري ايډوائزرۍ” د بيا د سره د جاج اخستو غوښتنه وكړه دغسې چې د اروپاﺀ څخه زيات سېلګري او كاروباريان پاكستان ته راشي او دوه اړخيزه تجارت او سېلګري وده

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں