د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان د خانپور سړك دوره وكړه، وفاقي وزير د وجيا په سيمه كښې په پل د كار جاج واخستو

image

هري پور 21 دسمبر(اے پي پي) د توان، پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير عمر ايوب خان د خانپور سړك دوره وكړه، وفاقي وزير د وجيا په سيمه كښې په پل د كار جاج واخستو او په دې لړ كښې ئې ضروري هدايات جاري كړل. وفاقي وزير په كار د اطمينان څرګندونه وكړه. د يادونې وړ ده چې وفاقي وزير د خانپور سړك بيا رغونې لپاره په تېر دور كښې د يو ارب 60 كروړه روپو فنډ منظور كړے و خو د ده د مختصر دور نه پس حكومت دا پروژه په نيمه كښې پرېښې وه او اوس يو ځل بيا د وفاقي وزير په هڅو په دې پروژه په تندې سره كار روان دے. په دې پروژه به يو ارب 75 كروړه روپې لګښت راځي.

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں