اسلام آباد16جولائي (اے پي پي) فوډ سېكورټي اېنډ ريسرچ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال جمشېد اقبال چيمه وئيلي دي حكومت د كركيلي پرمختګ لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي،هر كسته خوراك باوري كولو لپاره هڅې روانې دي ٬ دې لپاره ټولې ترلاسه اسانۍ به د كركيلې ودې او د كرونده ګرو سوكالۍ او دوي آمدن زياتولو لپاره كارولې شي ٬ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د پاكستان فوډ سسټم ټرانسفارمېشن سمټ پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه ۔ جمشېد اقبال چيمه ووئيل حكومت په دې لړ كښې د اېګريكلچرل ټرانسفارمېشن پلان جديده ټيكنالوجي كارولو سره تل پاتې زرعي ترقي ترلاسه كولو او په درآمدي خوراكي توكو انحصار كمولو سره په زرعي پېداوار كښې زياتوالي، د كرونده ګرو، دمصرف كوٶنكو او د ځائي صنعت تحفظ له يوه كليدي منصوبه لري، د دې منصوبې له مخې به د زرعي پېداوار معيار زيات شي، فوډ پروسېسنګكښېبه جدت راشي ، د معاشي پرمختګ د لارې د كرونده ګرې ورورولۍ او اړوندو وګړو لپاره سماجي او مالياتي انصاف به باوري كړے شي۔ده ووئېل د جديدې ټيكنالوجۍ او تخمونو د نوو قسمونو د لارې د اېكړ په سر پېداوار زياتولو ، د تحقيقي هلو ځلو وده،اېګريكلچر مالز جوړول، د لائيو سټاك څانګه په جديدډول روانولو او په غذائي درمدآتانحصار ختمولو ته خاص پام لرنه كېږي۔ ده ووئيل زرعي څانګه كښې تحقيقي هلو ځلو ته وده وركولو لپاره لس اربه روپۍ بېلې كړې شوي، د كرونده ګرو سهولت لپاره به ګرد هېواد كښې اېګريكلچر مالز جوړولې شي كومو لپاره چې به حكومت مالي مرسته كوي٬ هڅه كوٶ چې په 22 كروړه اېكړه زمكه كښې زياته زمكه خېرازه كړې شي۔ ده ووئېل د اېكړ په سر پېداوار زياتولو لپاره جديد ټېكنالوجۍ ته وده وركړې كېږي۔ ده ووئيل خوراك ارزانولو لپاره حكومت په ګرد هېواد كښې د كرونده ګرو آمدن زياتولو لپاره په ګڼ اړخيزه لائحه كار كوي۔ ده ووئيل حكومت به د مشينرۍ په اخستو 50 فصيده سبسډيوركوي او دې مقصد لپاره 82 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ ده ووئيل مونږ د خوراك زيات شوي طلب لپاره ټولې هڅې كوٶ او د نورو زمكو ترقۍ لپاره هڅې كوٶ او شاړې زمكې به د كر جوګه جوړولې شي۔ ده ووئيل د كوچنيو ٬ مېنځنو او لويو ډېمونو جوړولو كار پېل شوے ٬ د زرعي څانګې بجټ په تېر وخت كښې 1.6 اربه روپۍ ٶ كوم چې62 اربه روپۍ كړے شوے۔ جمشېد اقبال ووئيل نزدې 900 مالز جوړولې شي چې پكښې به د غلې ذخيره كولو او د درجه بندۍ سهولت موجود وي