کراچۍ 17جولائي (اے پي پي) د سندھ ګورنر عمران اسماعيل سره د قانون وزير بيرسټر فروغ نسيم ګورنر هاؤس كښې ملاقات کړې۔د خالي په ورځ جاري شوي بيان له مخي ملاقات كښې په سياسي او قانوني چارو پشمول د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔په دې موقع د سندھ ګورنر ووئيل قانون ټولو لپاره يو او برابر دې كوم سره چې هېواد او اولس پرمختګ كولې شي۔اولس له په وخت انصاف وركولو ته موجودہ حکومت پام لرنه كوي۔ وفاقي وزير بيرسټر فروغ نسيم ووئيل د آئين حکمراني او قانون سرلوړۍ لپاره وفاقي حکومت په ښه نيت سره كار كوي۔