اسلام آباد 18جولائي (اے پي پي) د افغان سفير د لور کيس حتمي انجام تته رسولو سره تورن به قانون سره مخ كولې شي، په کيس په تندۍ پلټني رواني دي او هيله لرو چې په يو دوه ورځو كښې به د پلټنو عمل بشپړ شي، د هند سوشل ميډچيا دا كيس ډير پورته كړې دې او د هند سوشل ميډيا پخواني عكس د 16جولائي پېښي سره تړلو هڅه كړې كوم چې زياتې دې، هند د پاکستان مخالف هلو ځلو كښې ككړ دې،وفاقي وزير شيخ رشيد احمد د اتوار په وړځ خبري كنفرنس په مهال ووئيل د افغان سفير لور د كور څخه پيدل ماركيټ ته تللي وه، هلته څخه په ټيکسي كښې كهډا ماركيټ ته رسيدلې او بيا د ټيكسي د لاري پينډۍ يو شاپنګ مال ته رسيدلو عكسونه شتته۔ده ووئيل د افغان سفير لور د پينډۍ څخه دامن کوہ ته رسيدلې د كومې په اړھ چې پلټني رواني دي چې هلته څنګه رسيدلې۔په دې حقله مونږ تشويش لرو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د شپي دوه بجے د افغان سفير د لور د اړخه تحريري خواست ترلاسه كيدو نه پس د تورنو په ضد د پاکستان پينل کوډ دفعات 365، 354، 506 او 34 ترمخه مقدمه درج کړې شوي۔ده ووئيل د وزير اعظم عمران خان په سپارښتنه دا كيس به ډير زر تر منطقي انجام ورسولې شي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د افغان سفير لور څنګه د پينډۍ څخه دامن کوہ ته رسيدلې په دې اړه پلټني رواني دي او هيله لرو ډير زر به دا مسئله حل كړو۔ده ووئيل د كيس په اړه تفصيلات څخه به نړيواله ميډيا هم خبرولې شي۔ شيخ رشيد احمد ووئيل د سيمي د حالاتو په وجه ريجن كښې زموڼږ اهميت زيات شوي او د وزيراعظم عمران خان د خارجه پاليسۍ د موقف حمايت کيږي۔ده ووئيل د پاکستان په ضد ډنډوره كومه موقع هم هند نه ضائع كوي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د داسو پيښې پلټني رواني دي او پاکستان او چين شريكه پلټنو ډله كار كوي۔ده ووئيل د چين د اړخه زمونږ د كورنيو چارو وزارت او پاکستاني ايجنسيو مرسته ستئالې شوي خو د چين د اړخه وئيلي شوي بايد د پاکستان او چين موقف يو وي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل تيره ورځ داسو كښې د كار بندولو وجه پورته شوي خو د شپي د چين کمپنۍ په ډاګه كړې چې تعميراتي کار روان دې او روان به وي۔ده ووئيل د داسو په پېښې په اړه چين دا ګڼي چې مونږ ښه كار كوو او هغوي زمونږ مننه هم كړي۔ده ووئيل د دې پېښې په اړه پاليسي بيان به خارجه وزارت وركوي۔د كورنيو چارو وزارت سره سرحدي چاري دي او مونږ د چين په مشاورت سره اقدامات کوو