سيالكوټ/اسلام آباد 17جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئيلي دي چې پاكستان په سم پلو روان دې او ”ميك ان پاكستان” ته پام لرنه كوو، صنعتي هلو ځلو ودې له د تجارت وزارت خام مال او نورو څيزونو 4000 ټيرف لائنو كسټمز ډيوټي ختم كړې ده،كوم چې د ټول ټيرف لائنونو 54 فيصده جوړيږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د سيالكوټ دوري په موقع برآمد كنندګان او سوداګرو سره ملاقات كښې وكړه۔ده برآمد كنندګان ته د استفادہ كولو تاكيد كولو سره ووئيل ”مونږ صنعت له پرمختګ وركړې دې او اوس مونږ دغه صنعتي پرمختګ استحكام پلو بوځو۔ د سيالكوټ چيمبر كښې سوداګرو ته وينا كښې ده د برآمد كنندګان د كورني او بهرني مشكل حالات باوجود برآمدات كښې زياتوالي له شوي د هغوي هڅي وستائلي۔ده د پاكستان ريډي ميډ ګارمنټس مينوفيكچررز اينډ ايكسپورټرز ايسوسي ايشن، سرجيكل ايسوسي ايشن، ليدر ايسوسي ايشن، اسپورټس ګډز ايسوسي ايشن او ګلووز ايسوسي ايشن نمائندوں سره هم ملاقات وكړو۔ده ووئيل د سيمي د نورو هېوادونو په نسبت پاكستان د ښه كاركردګۍ څرګندونه كړي۔ ” زه برآمدكنندګان او په خاص توګه سيالكوټ سوداګرو څخه هيله لرم چې هغوي به برآمدات كښې نوره هم اضافه وكړي۔