وزيرِ اعظم عمران خان سره د تجارت او سرمايه كارۍ صلاحكار عبدالرزاق داؤد ملاقات

image

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) وزيرِ اعظم عمران خان د مينځني اسياﺀ رياستونو سره د تجارتي اړيكو استحكام خوشبينه ګرځولے دے٬ ده وئيلي دي پاكستان د مينځني اسياﺀ رياستونو پشمول منطقې ته سمندري رسنه وركولې شي ،سباؤن كښې د پاكستان بندرګاهونه به د سي پيك تر مخه مهمې تجارتي لاري وګرځي۔ د دې خيالاتو خرګندونه ده د تجارت او سرمايه كارۍ صلاحكار عبدالرزاق داؤد سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ ده سره ملاقات كولو۔ ملاقات كښې عبدالرزاق داؤد وزيرِ اعظم د ازبكستان دورې نه پس د شريكي مرستې او تجارت په لوظنامو د پيشرفت او د سرمايه كارو د اړخه د مثبتو نتيجو ، د مينځنې اسياﺀ پاتې رياستونو او په خاص توګه د تاجكستان متوقع دورې تګلاري نه خبر كړو٬ دغسې ده د رواني اونۍ په مهال د سرمايه كارۍ بورډ غونډې او د رواني مياشت په مهال د مختلف چيمبرز آف كامرس كېدونكو غونډو او د هغې د تګلاري نه هم خبر كړو۔ وزيرِاعظم عمران خان د مينځني اسياﺀ رياستونو سره تجارتي اړيكي خوشبينه ګرځولو سره په دې خبره زور راوړو پاكستان د مينځنۍ اسياﺀ رياستونو پشمول د منطقې نورو رياستونو ته تر سمندر رسنه وركولو صلاحيت لري، سباؤن كښې به د پاكستان بندرځايونه د سي پيك د لاري د مهمو تجارتي لارو بنياد ګرځي۔ په دې مهال وزيرِاعظم په تاريخ كښې په وړومبي ځل مينځني اسياﺀ رياستونو سره تجارتي اړيكو زياتولو له د تجارت وزارتِ او سرمايه كارۍ بورډ هڅي وستائلي

مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں