عمران خان به د كشمير د آزادۍ مقدمه ګردې نړۍ ته وړاندې كوي۔

image
APP55-250721 RAWALPINDI: July 25 – Interior Minister Sheikh Rashid Ahmed announcing the victory of PTI candidate from Valley 4 in AJK Legislative Assembly Elections 2021 outside Lal Haveli. APP photo by Javed Qureshi

پېنډۍ ۔25جولائی(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي عمران خان به د كشمير د آزادۍ مقدمه ګردې نړۍ ته وړاندې كوي۔ په كشمير الېكشن كښې كېش ډلې ته ماتې شوې۔ عمران خان ته بريا ترلاسه شوې۔ پی ټی آئی کشمیر الېکشن كښې پېنډۍ كښې په وړومبي ځل كاميابي ترلاسه كړې۔ مونږ د شرافت او احترام په سياست باور لرؤ۔ د پېنډۍ خلكو دا ثابت كړې چې هغوي عمران خان سره دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ماښام لال حوېلي كښې د كشمير الېكشنز حوالې سره خطاب كښې وكړه۔ شېخ رشید احمد ووئيل نن د پېنډۍ تاريخ ژوندے وساتلے شو۔ ركشه ډرائيور ته مو ټكټ وركړو كوم چې كامياب شو۔ پاك پروردګار عزت وركوي۔ راشد شفیق شپه او ورځ خواري كړې۔ هغه ووئيل تحريك انصاف به ډېر زر سندھ كښې هم حكومت جوړ كړي۔ هغه ووئيل پاكستان د نړۍ تر ټولو لوئے كار د داسو او بھاشا ډېم دے۔ وفاقی وزیر ووئيل زه ټولو كشميري وګړو ته دا پېغام وركول غواړم چې عمران خان به د كشمير د آزادۍ مقدمه ګردې نړۍ ته وړاندې كوي۔ پي ټي آئي بې وزله خلكو سره ګټلې۔ هغه ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي نو پېنډۍ ښار به مثالي جړوؤ۔ هغه ووئيل اسلام آباد كښې د يوې لور وژونكي به خپل انجام سره مخ كولې شي۔ هغه ووئيل داخله وزارت به ګرد هېواد كښې د نشائي توكو په ضد جهاد كوي۔ هغه ووئيل وزيراعظم ته د پېنډۍ په كاميابۍ مباركي وركوم

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں