پاكستان او افغانستان كښې د يو بل په بابله منفي تاثر ختمولو له مېډيا ځانګرے كردار ترسره كولے شي٬د دواړو هېوادونو مېډيا او په اولسي كچ رابطې لا قوي كولو ته اړټيا ده۔د پاك افغان مېډيا كانكليو ګډون كوونكو اتفاق

image

اسلام آباد 28جولائی (اے پی پی)د پاكستان او افغانستان مېډيا څخه تړون لرونكي پوهان په دې خبره صلاح شوي چې په دواړو هېوادونو كښې د يو بل په بابله رامخې ته منفي تاثر ختمولو كښې مېډيا ځانګرې كردار ترسره كولے شي۔دې هدف سر كولو له د دواړو هېوادونو ترمينځه نه يوازې د مېډيا بلكې په اولسي كچ هم رابطې لا قوي كولو ته اړتيا ده د دې خيالاتو څرګندونه د پاك افغان يوته فورم٬انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز او د اطلاعات او خپرونو وزارت په مرسته د دوه ورځني مېډيا كانكليو د وړومبۍ ورځې ګډون كوونكو په مذاكره كښې وكړه٬ناديه نقي د مذاكرې د ماډرېټر فرائض ترسره كول۔د پي ټي وي ورلډ مشر مسعود بېګ په دې مهال ووئيل له بده مرغه په مېډيا حقائق ګډ وډ د وړاندې كولو رجحان زياتېږي۔ده ووئيل په پاكستان كښې افغان مېډيا ډېره لږه كتلې كېږي خو چې كوم خلك چې افغان مېډيا ګوري٬هغوي ته د دې خبرې پته ده چې په دې كښې پاكستان په منفي ډول وړاندې كولې شي۔ده ووئيل د افغانستان ګڼ ټي وي چينلز امريكا او هند سپانسر كوي٬د افغانستان مېډيا پالېسي كښې بدلون ضرورې دے۔ده ووئيل د پاكستان په كوم هم چينل كله هم افغان اولس په منفي ډول نه دې وړاندې كړے شوے٬په افغان مېډيا كښې د پاكستان په حقله تاثر بدلول غواړي۔ده ووئيل مونږ د افغان اولس په ستونزو پوهېږو خو افغان اولس له هم زمونږ د ستونزو احساس پكار دے۔د افغان پلاوي غړې رابعه سادات ووئيل دواړو هېوادونو له به په ګډه كار كول وي٬د مېډيا ادارو له د يو بل سره معلومات ګډول پكار دي۔دوي ووئيل د مېډيا پرسن په توګه دا خبره ضروري ده چې مونږ يو بل ته په سياسي نظر ونه ګورو بلكې د حقائقو ترمخه رپورټنګ وكړو۔د افغان چارو كار پوهه او نوموړي خبريال حسن حان ووئيل مېډيا د اولس غږ وي او له بده مرغه د دواړو اړخو په مېډيا كښې د منفي رجحاناتو رامخې ته كولو كار زيات دے۔په افغانستان كښې چې دا وخت څه كېږي د پاكستان خبريالانو ته د سوشل مېډيا او غېر ملكي مېډيا څخه په دې اړه معلومات ترلاسه كېږي۔په افغانستان كښې دا وخت ګڼ پاكستاني چينلز ښودلې كېږي خو په پاكستان كښې په افغان چينلو بندېز دے۔ده ووئيل امريكا او لوېديزه مېډيا داسې تاثر وركوي لكه چې طالبان به په ګرد افغانستان قبضه وكړي۔ده ووئېل د حقائقو نه خبرتيا لپاره د دواړو هېوادونو مېډيا له د يو بل په هېواد كښې د كار كولو آزادي پكار ده۔د افغان ټي وي چينل چيف ايګزېكټو شګوفه صديقي مذاكره كښې ووئيل د افغانستان مېډيا پرله پسې د بندېزونو څخه خلاصې مومي٬د افغانستان په مېډيا كښې د مېرمنو كردار زياتېږي٬دې ووئيل د افغان مېډيا خپلواكۍ لپاره خبريالانو قربانۍ وركړي او مونږ به د خپلې آزادۍ څخه لاس په سر نه شو۔شګوفه صديقي ووئيل امن مقاصد مخ په وړاندې بوتلل زمونږ هدف دے ٬ د پاكستان په حقله چې كوم هم خبر وي مونږ د پاكستان سفارت څخه په هغې رائے اخلو۔د مېډيا څخه تړون لرونكي نفسيات پوهه افتخار فردوس ووئيل دا خبره سمه نه ده چې ناوړه تاثر يوازې مېډيا راجوړ كړے٬ دا تاثر په پيريو او لسيزو كښې جوړېږي۔د افغانستان په حقله چې كوم اطلاعات راځي په هغې كښې د خبر ذرائع نه وي ٬ هم دغه صورتحال په افغان مېډيا كښې هم دے۔د غريبۍ او د خواندګۍ لږه شرح د دواړو هېوادونو مسائل دي٬د ناسمه تاثر خاتمې لپاره د اولسي رابطو وده ضروري ده۔دا كار يوازې مېډيا نه شي كولې٬د افغانستان نوموړي مېډيا كنسلټنټ اسد كهوسه ووئيل افغانستان د سيمه ايز تجارت ودې په حقله مهم هېواد دے او په دغه هېواد كښې امن راتللو څخه د سيمې هېوادونو ترمينځه تجارتي او اقتصادي رابطې زياتېدې شي۔له بده مرغه په افغانستان كښې د هر ناسمه كار ذمه وار پاكستان او دغسې په پاكستان كښې د مسائلو ذمه وار افغانستان ګڼلے شي۔ده ووئيل چې كله حمد الله محب د پاكستان په حقله د منفي خيالاتو څرګندونه وكړه نو مونږ د هغه په ضد پروګرام وكړو او د هغه مو غندنه وكړه ٬ هم د دغسې عمل څرګندونه د پاكستان مېډيا ادارو له هم پكار ده ۔ده ووئيل په افغانستان كښې د امن په حقله پاكستان مهم هېواد دے٬مونږ له به امن د ټولو بقاﺀ لپاره په اصولو تلل وي۔په تورونو لګولو كښې د دواړو هېوادونو مېډيا شامله ده او د دې خاتمې له به مونږ له په ګډه اقدامات كول وي۔نوموړي افغان سوداګر عرفان سنان ووئيل مونږ له به د ښه ګاونډيانو غوندې اوسېدل وي٬په مېډيا د عدم استحكام په اړه خبرونو څخه تر ټولو زيات زيان تجارت او دغې څخه تعلق لرونكو ته رسي۔ده ووئيل پاكستان لپاره په افغانستان كښې د تجارت ډېرې موقعې شته٬هند زمونږ نه لرې دے او د پاكستان سره مونږ 2600 اوږده پوله لرو۔څو كلونو وړاندې افغانستان خپل مشروبات او د پولټري لويه برخه د پاكستان نه درآمد كوله۔دا وخت په دغې كښې ډېر كمے راغلے۔ده ووئيل پاكستان د داروګانو جوړولو ٬ كارټن ٬د شربتونو جوړولو په شمول په بېلو څانګو كښې په افغانستان كښې تجارت او سرمايه كارۍ شته موقعو څخه استفاده كولې شي۔ده ووئيل سي پېك نه يوازې د پاكستان بلكې د افغانستان لپاره هم د اهميت وړ منصوبه ده۔چين يو لويې سيمه ايز لوبغاړه دے د كوم سره چې پاكستان غوره اړيكې او رابطې لري۔مونږ غواړو چې چين افغانستان كښې د معدنيات په څانګه كښې د زياتې نه زياته سرمايه كاري وكړي۔د مذاكرې ګډون كوونكي په دې خبره صلاح شول چې په دواړو هېوادونو كښې د يو بل په حقله رامخې ته منفي تاثر لرې كولو كښې مېډيا ځانګړې كردار ترسره كولے شي او دې هدف له د دواړو هېوادونو ترمينځه نه يوازې مېډيا بلكې په اولسي كچه هم رابطې لا قوي كولو ته اړتيا ده۔

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں