پاكستان په عرب پارليمنټ كښې د مبصر په حېثيت سره ګډون لپاره چمتو دے۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د عرب پارليمنټ پلاوي سره په ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي چې پاكستان ټولو اسلامي هېوادنو او په خاص توګه عرب هېوادونو سره د ورورلۍ او مثالي اړيكې دي او پاكستان لپاره عرب پارليمنټ د عرب هېوادونو شريك پليټ فارم كېدو له امله د اهميت وړ دے٬ پاكستان په عرب پارليمنټ كښې د مبصر په حېثيت سره ګډون لپاره چمتو دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د عرب پارليمنټ صدر عادل بن عبدالرحمان العسومي په مشرۍ كښې د پاكستان پنځه ورځنۍ دوره كونكي پلاوي سره په پارليمنټ هاؤس كښې د ملاقات په مهال كړې۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل چې پاكستان عرب هېوادونو سره دوه اړخيزه مرستې او اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔د عرب پارليمنټ مجموعي كردار د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل چې عرب پارليمنټ د عرب هېوادونو سره د مرستې زياتولو موقعې وركوي او پارليماني رابطه كاري به د سباؤن مرستې لپاره نوې لاره جوړه كړي۔البته مسئلو ته كتل او حل رايستلو لپاره بين الپارليماني رابطه كارۍ كښې د لا تندۍ راوستلو ضرورت دے۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې پاكستان د اسلامي نړۍ حقونو تحفظ لپاره د عرب هېوادونو سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او د منطقې رابطه كارۍ زياتولو لپاره پاكستان عرب نړۍ سره د رابطه كارۍ اقدامات او منصوبې مهمې ګڼي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې معاملاتو ښه والي لپاره د عرب پارليمنټرينز لپاره د قانون سازۍ په اړه تربيتي پروګرام ترتيب وركولې شي۔ د عرب هېوادونو او پاكستان ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ په اړه په خبرو كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې سرمايه كاري٬تجارت او افرادي قوت په څانګو كښې مرستې لپاره پراخا ګنجائش موجود دے۔ ده ووئيل چې مونږ په پائيدار پرمختګ باور لرو او د پاكستان خارجه پالېسي٬شركت دارانه پرمختګ او سماجي او اقتصادي خوشحالي او د امن په پېغام منحصر دے۔ د عرب پارليمنټ پلاوي سره د ملاقات په مهال د سېنېټ چيئرمېن د فلسطين مسئلې او د كشمير مسئلې په اړه تفصيلي خبرو كښې ووئيل چې پاكستان به د فلسطينيانو جائز حق ملاتړ تل جاري ساتي او د نړيوال قوانينو له مخې د آزاد او خپلواكه فلسطين رياست په خپل دريځ ولاړ دے۔ محمد صادق سنجراني ووئيل چې پاكستان د مظلوم فلسطينيانو سره دے او په كوم هم صورت كښې به اسرائيل تسليم نه كړو۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د عرب پارليمنټ صدر پلاوي سره د ملاقات په مهال سېنېټر ثناﺀجمالي٬مولانا عبدالغفور حېدري٬نزهت صادق٬حافظ عبدالكرميم٬فلك ناز٬پرنس احمد عمر احمد زئي او عابده محمد عظيم هم موجود وه

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں