اسلام آباد02 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحاتو٬خاص اقداماتو او د نېشنل كمانډ اينډ آپرېشن سنټر(اېن سي او سي)مشر اسد عمر وئېلي دي چې په هېواد كښې د كورونا وبا په تندۍ سره خپرېږي٬په روغتونونو كښې د كورونا د رنځورانو شمېره په تندۍ سره زياته شوې٬د وزيراعظم په منظورۍ يو شمېر پريكړې شوې دي۔د ماركيټونو د شپې وخت د لس بجو نه كمولو سره د اتو بجو كولو پريكړه شوې٬ماركيټونه به په اونۍ كښې دوه ورځې بند وي٬په دفترو كښې د ملازمينو د 50 فيصده د حاضرۍ پريكړه شوې۔د دې بندېزونو اطلاق به د اګست د 3مې نېټې نه اګست 31مه نېټه وي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان سره يوځاې مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړې۔ده ووئيل چې د كورونا وائرس د مثبت كيسونو زياتېدونكې شرح په نظر كښې ساتلو سره به د هېواد په مهمو ښارونو كښې د اګست تر 31مه نېټھ نوې بندېزونه نافذ وي۔ده ووئيل چې په هېواد كښې كورونا په تندۍ سره خپرېږي ځكه د نوې بندېزونو پريكړه شوې خو مونږ ته د اولس صحت سره سره د دوي د روزګار حفاظت هم كول دي۔ده ووئيل چې مونږ ته معلومه ده چې د دې بندېزونو زمونږ پھ كمزور او غريب طبقه ډېر آغېز كېږي۔ده ووئيل جې په سندھ كښې په كراچۍ او حېدر آباد كښې به د 8مې نېټې نه پس هم دا بندېزونه په ځاې وي۔ده وئيل جې ان ډور ډائنګ بندولې كېږي٬بهر خوراك كېدې شي خو د دې وخت هم د 12بجو نه كمولو سره 10 بجې كولې شي۔د ټيك اوے او د هوم ډيلوري به 24 ساعته اجازه وي۔په وادونو كښې به 400 نه د زياتو خلكو د رابللو اجازه نه وي٬د دفترو په اړه ده ووئيل چې 50 فيصده خلكو ته به د راتللو اجازه وي نوره عمله به د كور نه كار كوي٬ده ووئيل چې په پبلك ټرانسپورټ كښې هم د 50 فيصده كسانو د سفر كولو پريكړه شوې