د پاكستان او چين اقتصادي لارې په اړه ګوادر خاص اهميت لري٬بلوچستان تر مينځنۍ آسيا د رسنې غوره ذريعه ده۔د صدر ډاكټر عارف علوي كوئټه كښې د پارليمان غړو سره خبرې

image
APP46-030821 QUETTA: August 03 - President Dr. Arif Alvi meeting with parliamentarians from Balochistan. APP

كوئټه 03 اګست (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د پاكستان او چين اقتصادي لارې په اړه ګوادر خاص اهميت لري٬بلوچستان تر مينځنۍ آسيا د رسنې غوره ذريعه ده چې ورسره د مينځنۍ اسياﺀ هېوادونو سره د معاشي او تجارتي موقعو زياتولو روښانه امكانات موجود دي۔ د سي پېك تر مخه به مونږ له نوې نسل ته جديد هنر ښودلو ته پام لرنه كول وي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د كوئټه په ګورنر هاؤس كښې د پارليمان غړو سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔په دې موقع د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا او د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال هم موجود وو۔د ايوان صدر مېډيا څانګې له مخې د ملاقات په مهال د صوبې د امن او امان په مجموعي صورتحال٬روانو پرمختيائي پروژو٬په سرحدي تجارت٬په پوله د ماركيټونو په جوړولو٬ د لينډ ډيجيټلائزېشن په انتظام٬په نوي ليبر قوانين٬په صوبه كښې د سېلګرۍ په وده او په منطقه كښې په معاشي او سياسي بدلونونو تفصيلي خبرې وشوې۔د پارليمان غړو سره په خبرو كښې صدر ووئيل په بلوچستان كښې د كركيلې٬د كبانو او د لائيو سټاك څانكو د پرمختګ بشپړه موقعې موجود دي۔ضرورت د دې خبرې دے چې مونږ په سم پلو اقدامات وكړو او د وسيلو كارول باوري كړے شي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں