پاکستان په افغانستان کښې د يو بشپړه او پراخه بنياد لرونكي حكومت جوړېدل غواړي۔ منېر اكرم

image

ملګري ملتونه ۔28 اګست(اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم وئيلي دي پاکستان په افغانستان کښې د يو بشپړه او پراخه بنياد لرونكي حكومت جوړېدل غواړي بياهم د دې د تسليم كولو په اړه پوښتنه به د طالبانو او نورو ډلو لخوا د حكومت سازۍ نه وروسته كېږي٬ د كومو ترمينځه چې خبرې روانې دي۔ الجزيزه ټي وي سره يوه مركه كښې هغه ووئيل مونږ نه يوازې د افغان حكومت تسليمولو په معامله بللكې دې نه هم وړاندې د يو كوټلي اپروچ په لړ كښې ټولو سيمه ايزو هېوادونو سره مشاورت كوؤ او د هغه اقداماتو جاج اخلو چې افغانستان څنګه يو مستحكم هېواد جوړېدے شي۔ هغه ووئيل هيله لرؤ چې د كوم هم حكومت اعلان وكړے شي هغه به يو بشپړه حكومت وي په كوم كښې به چې د بېلو نسلي ډلو نمائندګي وي۔ هغه ووئيل د تحریک طالبان پاکستان (ټی ټی پی) ډلې د افغانستان سيمې څخه سرګرميانې روانې دي كومې ته چې د افغانستان د پخواني او د هند د استخباراتي ادارو ملاتړ ترلاسه دے۔ هغه هيله ولرله چې د ټي ټي پي او داعش په شمول نورې ترهګرې ډلې به هم ختمې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پاكستان افغانستان څخه د وتلو هڅو كښې مرسته كوي۔ پاکستان افغانستان څخه د نړيوالو ادارو اهلكارو او افغان وګړو په شمول نزدې 2200 سفارتكار بهر ويستلي دي كومو چې بېړنۍ مرستې ته اړتيا لرله۔ هغه ووئيل كه افغانستان كښې انساني بحران رامخې ته شو نو لوئې شمېر كډوال به زمونږ پولې سره نزدې سيمو او نورو ګاونډي هېوادونو ته منتقل شي۔ هغه ووئيل پاكتسان د نورو كډوالو اخستو په پوزيشن كښې نه دے د وړاندې نه مونږ سره 30 لكه نه زياته كډوال پاتې كېږي۔ مونږ لپاره دا لويه د اندېښنې خبره دهِ۔ مونږ له به د بشري صورتحال سره سره د ترهګرۍ خطرې مخنيوې هم كول وي

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں