اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د پارلمان شريكه غونډه د ستمبر په 13مه نيټه د رابللو پرېكړه شوې كومې ته چې به صدر ډاکټر عارف علوي خطاب كوي۔ د قامي اسمبلۍ سېكټرېټ له مخې د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د وزيراعظم د پارلماني چارو صلاحكار ډاکټر بابر اعوان ليدلي ۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر او د بېن الصوبائي رابطې وفاقي وزيره ډاکټر فهميده مرزا هم موجود وه۔ د ملاقات په مهال د پارلمان شريكې غونډې ته د صدر وېنا٬ قانون سازۍ او د نوي پارلماني كال كلېنډر په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ډاکټر بابر اعوان په دې موقع ووئيل په 13م ستمبر به د پارلمان شريكه غونډه رابللې شي چې ورته به صدر ډاکټر عارف علوي خطاب كوي٬ د موجوده قامي اسمبلۍ د څلورم پارلماني كال په پېل به صدر غونډې ته وېنا كوي۔ په دې موقع سپيکر اسد قېصر ووئيل د موثره قانون سازۍ د لارې هېواد ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلے طېدے شي او اولس ته رامخې ته مسئلې حل كېدے شي٬ په څلورم پارلماني كال كښې دې د زېر التواء قوانين منظوري او د اولس د خېر ښګړې پحقله قوانين په ترجيحي بنيادونو منظورۍ لپاره وړاندې كړے شي۔ ده ووئيل د اسمبلۍ په درېم پارلماني كال كښې د اولس خېرښګړې لپاره يو شمېر بلونه منظور كړے شوي ٬ په بجټ او د اولسي اهميت په چارو په زړه پورې بحث شوے۔ سپيكر اسد قېصر ووئيل د قامي اسمبلۍ درې كلنه كاركردګي د ستائنې وړ ده چې درناوے ئې حكومت او اپوزيشن لري۔ بابر اعوان ووئيل د نوي پارلماني كال كلېنډر جوړ كړے شوے چې پكښې به هاٶس بزنس اېډوائزري کمېټۍ ته منظورۍ لپاره وړاندې كولې شي