اسلام آباد 02 ستمبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات٬خاص اقدامات وزير او د اېن سي او سي مشر اسد عمر وئېلي دي دا مهال په روغتونونو كښې د كورونا تشويشناكو رنځورانو شمېره زياته شوې٬د كورونا هندي قسم خپرېدو له امله په روغتونونو فشار زياتېدر شي٬وګړي دې د كورونا څخه بچ كېدو لپاره په اېس او پيز عمل وكړي او ويكسين دې ولګوي۔د زيارت په ورځ په خپل ټوېټ كښې اسد عمر ووئيل په نړيواله كچه مشاهده شوې چې د كورونا وائرس هندے قسم ډېلټا ويرينټ په تندۍ سره په پكستان كښې هم خپرېږي۔دا مهال د هېواد په روغتونونو كښې د كورونا رنځورانو شمېره زياته شوې۔وګړي دې د كورونا څخه بچ كېدو لپاره په اېس او پيز عمل وكړي او ويكسين ولګوي