اسلام آباد۔8ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي طالبانو سره زمونږ خبرې كېږي٬ هند پاكستان په ضد پرله پسې پروپېګنډا كوي٬ هندي ميډيا يو وډيو ګېم كښې جنګ ښودلو سره د دې ښكاره كولو هڅه وكړه چې پنچ شېر بريدونو كښې پاكستان كارروائي كړې۔ د بده مرغه دهند د دې ډول ناوړه ګامونو او پروپېګنډو دلاسه عام وګړے اغېزمن كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه بي بي سي ورلډ سره خبرو كښې وكړه۔ افغانستان كښې د نګران سېټ اپ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل افغانستان كښې د نګران سېټ په اړه كوم غبرګون رامخې ته كول به د وخت نه وړاندے وي۔ دا مهال به په دې خبره كول مناسب نه وي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د ميډيا د لارې دا معلومه شوې ده چې د سي آئي اے مشر كابل كښې دے۔ د ميډيا د راپورونو نه معلومه شوې ده چې د تركيه او قطر استخباراتي ادارو مشران هم كابل كښې موجود وو۔ هغه ووئيل كه مونږ خپل خارجه وزير لېږلے ؤ نو هغه به دغلته چا سره ملاقات كولو؟ دغلته كوم خارجه وزير نشته۔ هغه ووئيل د باضابطه حكومت نشتوالي په صورت كښې يو داسې فرېم ورك ته اړتيا وي چرته چې دواړه هېوادونه يو بل ته په پېښو مسئلو خبرې وكړې شي۔ په كابل كښې د باضابطه حكومت نشتوالي په صورت كښې استخباراتي ادارې دا ډول فرېم ورك جوړوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل مونږ سختو مسئلو سره مخ پاتې شوې يؤ په كومو كښې چې داعش كښې پراختيا ٬ د كډوالو مسئلې او د ټي ټي پي افغانستان څخه مائيګرېشن شامل دے۔ هغه ووئيل طالبانو سره زمونږ خبره كېږي۔ پاكستان د طالبانو امريكا سره مذاكراتو كښې مرسته وكړه۔ دغسې افغانستان څخه د غېر ملكي وګړو وتلو كښې پاكستان مرسته كړې۔ مونږ په افغانستان كښې د زرګونو په شمېر نښتې وويستل٬ افغانستان څخه د غېر ملكي وګړو ويستلو كښې زمونږ هڅې نړۍ ستائلي دي۔ وفاقي وزير ووئيل په كال2007ءاو 2011ء كښې چې مونږ څه وئيل هغه صحيح ثابت شول۔ كه دغه وخت زمونږ خبره منلې شوې وه نو نن به د افغانستان صورتحال بدل ؤ۔ افغان جنګ كښې مونږ د 80 زره ځانونو قرباني وركړه ، زمونږ د 150 اربه روپو معاشي زيان وشو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې چوهدري فواد حسېن ووئيل هند د پاكستان په ضد پرله پسې پروپېګنډا كوي٬ هندي مېډيا وېډيو ګېم كښې جنګ ښودلو سره د دې ښكاره كولو هڅه كړې چې پنج شېر بريدونو كښې پاكستان كارروائي كړې۔ د هندي ميډيا په ټولو ټاك شوز كښې دا قصه جوړه كړې شوه۔ دې نه دا معلومېږي چې هند كښې ماركيټنګ ايجنسۍ څنګه كار كوي۔ هغه ووئيل د بده مرغه د هند د دې ډول ناوړه ګامونو او پروپېګنډو دلاسه عام وكړے اغېزمن كېږي۔