اسلام آباد 08ستمبر (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي آن لائن او پېشه وره تعليم تر لاسه كولو كښې په آسانيوراپېدا كولو سره اعلٰی تعليم ته وده وركولې شو٬حكومت په هېواد كښې د يو ډول تعليمي نصاب خوب له تعبيروركړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د بيسټ يونيورسټي ټيچر ايوارډ 2020 دستورې ته وېنا كښې وكړه۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د اعلٰی تعليم ودې لپاره هر ډول اقدامات ته اړتيا ده٬د پوهنتونونو شمېره په تندۍ سره زياتېږي خو تعليمي معيار كښې ښه والې د وخت ضرورت دے۔ده ووئيل حكومت د اعلٰی تعليم ترلاسه كولو لپاره سكالرشپ پروګرام پېل كړے ٬احساس پروګرام كښې د تعليم ودې لپاره وظيفې بېلې كړې شوي٬حكومت په مېرټ سكالرشپ وركوي دغسې د تعليمي ادارو د اړخه هم زده كوونكو له وظيفې وركړې كېږي۔ده ووئيل د كورونا وباﺀ په مهال د آن لائن تعليم سلسله روانه وه٬آن لائن تعليمي نظام ته ودې وركولو سره تعليمي خرڅونه كمېدې شي۔صدر ووئيل ورچوئل تعليمي نظام د جديد دور ضرورت دے۔ده ووئيل د موجوده دور له مخې نصاب معرفي كول هم د وخت غوښتنه ده٬بايد پوهنتونونه د ماركيټ حاجت له مخې تعليم وركولو ته پام لرنه وكړي۔صدر د آغا خان يزنيورسټۍ ډاكتر تسنيم عنصر٬د اېن اي ډي يونيورسټۍ ډاكټر محمد واصف او د ملتان زرعي يزنيورټۍ ډاكټر ذوالفقار علي له د بيسټ يونيورسټي ايوارډونه 2020 وركړل ۔