په افغانستان كښې د رامخې ته شوي صورتحال په غور جاج اخلو٬هيله لرو چې نوے سياسي نظم او نسق به افغانستان كښې امن٬سلامتيا او استحكام لپاره كوټلې هڅې باوري كړي۔د خارجه وزارت وياند

image

اسلام آباد 08ستمبر (اے پي پي)پاكستان د امن ناك٬مستحكم ٬ خپلواكه او څوكاله افغانستان لپاره د كلك عزم پخلي كولو سره وئېلي دي په افغانستان كښې د رامخې ته شوي صورتحال په غور سره جاج اخلو٬هيله لرو چې نوے سياسي نظم او نسق به په افغانستان كښې امن٬سلامتيا او استحكام لپاره كوټلې هڅې باوري كړي۔د شورو په ورځ خارجه وزارت د اړخه په افغانستان كښې د عبوري سياسي ډهانچې اعلان په حقله جاري بيان كښې وئېلي شوي پاكستان په افغانستان كښې د رامخې ته شوې صورتحال په غور جاج اخلي٬مونږ كابل كښې د عبوري سياسي سېټ اپ جوړولو په حقله تازه اعلان څخه خبر يو كوم به چې د افغانستان اولس سمدستي حاجت پوره كولولپاره د ګورننس ډهانچه وركړي۔هيله لرو چې نوےسياسي نظم او نسق به په افغانستان كښې امن٬سلامتيا او استحكام لپاره كوټلې هڅې باوري كړي۔بيان كښې وئېلي شوي پاكستان د امن ناك٬مستحكم ٬ خپلواكه او څوكاله افغانستان لپاره د كلك عزم پخلے كوي۔

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں