سېنېټ كښې د مخالفې ډلې غړو د پيپلز ګوند شريك چيئرمېن آصف علي زرداري له د درملنو آسانيو وركولو غوښتنه

image

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) سېنېټ كښې د مخالفې ډلرو غړو د پیپلز ګوند شريك چيئرمېن آصف علي زرداي له د درملنو آسانۍ وركولو غوښتنه كولو سره وئيلې دي بايد د انتقام اخستو سياست اونكړې شي۔ احتساب څخه انكار نه كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوئي د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په نكته اعتراض خپله خبره كښې وكړه۔ سناتورې شيري رحمان ووئيل آصف علي زرداري ته طبي مرسته وركولې نه شي۔ د انصاف تقاضې دې ترسره كړې شي۔ آصف علی زرداری د زړه په رنځ اخته دے او هغه ته اډياله زندان كښې هيڅ آسانۍ نه شته۔ د مخالفې ډلې مشر سناتور راجه ظفر الحق ووئيل د قانون ترمخه دې د آصف علي زردار درملنې وكړې شي۔ د قامي اسمبلۍ غړو غونډې له راوستلو لپاره دې پروډكشن آرډ هم جاري كړې شي۔ سناتور عبدالرحمان ملک ووئيل د درملنو آسانۍ د آصف علي زردار حق دے كوم چې بايد هغه ته وركړې شي۔ سناتور مولا بخش چانډيو ووئيل مونږ ته آصف زردار سره د ليدلو اجازه نه ده راكړې شوې۔ آصف علی زرداری خپل اختيارات پارلمان ته وركړې وو۔ ده ووئيل احتساب څخه انكار نه كوو ولې دا بايد د ټولو وكړې شي۔ عثمان كاكړ ووئيل هر يو بنديوان ته بايد د درملنو آسانۍ وركړې شي۔ سناتور جاوېد عباسي ووئيل آصف علي زرداري ته دې پمز كښې د درملنو آسانۍ وركړې شي۔ سناتور صابر شاه ووئيل سياسي لارښودو سره بايد د اتقام اخستو سلوك اونكړې شي او آصف علی زرداری او نورو سياسي لارښودو ته دې د درملنو آسانۍ وركړې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں