وزيراعظم عمران خان سره ډاكټر بابر اعوان وليدل٬ د هېواد په سياسي صورتحال٬قانوني او آئيني چارو د خيالاتو څرګندونه

image
APP40-22 ISLAMABAD: October 22 - Dr. Zaheer ud Din Babar Awan called on Prime Minister Imran Khan at PM Office. APP

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان تحريك انصاف سينئر لارښود ډاكټر بابر اعوان ليدلې دي۔د ملاقات په مهال د هېواد په سياسي صورتحال٬قانوني او آئيني چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔د نهې په ورځ د پي ټي آئي مركزي مېډيا لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل پرامن او سياسي احتجاج د ټولو ګوندونو آئيني حق دے٬ هېواد سياسي او معاشي استحكام پلو مخ په وړاندې بوتللو ته مونږ پام لرنه كوو۔ده ووئيل پام مو د اولس خېرښېګړی او د هېواد معاشي پرمختګ ته ګرځولې٬ځوانانو لپاره مو كامياب ځوان او غريبانو لپاره مو احساس پروګرام پېل كړی۔وزيراعظم ووئيل په كشمير كاز به په هېڅ صورت سودا اونه كړې شي ۔د پاكستان تحريك انصاف سينئر لارښود ډاكټر بابر اعوان ووئيل مودي چې كومه ډاډګيرنه د هند نه ترلاسه نه كړی شوه هغه ورله مولانا وركړه٬په ظاهره د اپوزېشن ممكنه احتجاج سوله ايز نه معلومېږي٬ده ووئيل كوم مناظر چې مو ليدلې د دغې نه د انتشار خپرولو پلان څرګندېږي۔بابر اعوان ووئيل هېواد په سم پلو ليدونكي او د پرلت مخالفت كوونكي هم د پرلت وخلو ملاتړ ته راوتي ۔ ده ووئېل مولانا كشمير كاز ته د زيان رسولو پوره هڅه كړې ده

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں