اسلام آباد ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي لخوا د حلقه بنديو په اړه د پيپلز ګوند د 11 وړاندېزونو مسترد كېدو خبرونو ترديد كولو سره وئيلي دي حكومت د مشاورت په جمهوري اصولو ب??ور لري او د پارلماني فريقو وړاندېزونو ته د قدر په سترګه ګوري۔ په حلقه بنديو قانون سازي يوه مهمه آئيني او جمهوري غوښتنه ده۔ حکومت د آئینی ، پارلیمانی او جمهوري رواياتو ترمخه په دې معامله پېشرفت كوي۔ د شورؤ په ورځ خپل يو بيان ??ښې دوهمې وزيرې ځينې ورځپاڼو كښې خپور شوي خبرونه بې بنسټه ګرځولو سره ووئيل د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی په مشرۍ كښې د شريكو ګټو كونسل غونډه شوې وه كومه كښې چې ټولو صوبو په حلقه بنديو او دې سره په اړوند نورو چارو ب??پړ غور كولو څخه وروستو په ګډه پرېكړې كړې وې۔ دې ووئيل ټ??لو چارو ته بايد د شريكو ګټو كونسل پرېكړې په رڼا كښې وكتلې شي۔ دې ووئيل حكومت د مشاورت په جمهوري اصولو ب??ور لري او د پارلمان ??ولو فريقو وړاندېزونو ته د قدر په سترګه ګوري۔