اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د فاټا اصلاحاتو عمل به د سيمې د اولس د هيلو ترمخه ترسره كولې شي، د قبائلی سيمو پرمختګ او تعمیر ته حک??مت پاملرنه كوي ، حک??مت په وړومبي ځل د فاټا مسئلو حل له سنجیده هڅې كړې دي۔ ده دا خبرې د قبائلی سيمو بېلا بيلو ایجنسیو سره تعلق لرونكو د مسلم لیګ (ن) عهديدارو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې د شورو په ورځ وزیرِاعظم آفس كښې ده سره ملاقات کړې ؤ۔ د پلاوي مشري د سیفران دوهم و??ير غالب خان کوله۔ پھ ملاقات كښې د فاټا اصلاحاتو، قبائلی سيمو تعمیر او پرمختګ او سيمې په اړه په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وزیرِاعظم شاهد خاقان عباسی ووئيل د قبائلی سيمو د اولس تعمیر او پرمختګ ته حک??مت پام لرنه كوي۔ ده ووئيل د هېواد په تاريخ ك??ې په وړومبي ځل حک??مت نه يوازې د فاټا مسئلو حل له سنجیده هڅې كړې دي بلکې په هغې ئې په عملی توګه كار هم پيل كړے۔ ده ووئيل د فاټا اصلاحاتو عمل پيل شوے او په هغې به عمل د فاټا د اولس د هيلو ترمخه ترسره كولې شي۔ د فاټا ضم كولو په اړه خبره كولو سره وزیراعظم ووئيل حک??مت دا ګڼي چې د فاټا اصلاحاتو او ض?? كولو عمل به په ښھ ډول په پړاؤنو كښې ترسره كولې شي دغسې چی دې عمل سره تړون لرونكې چارې او مسئلې هم حل شي۔ ده ووئيل د فاټا اولس قامی دائره كښې شاملول?? ته اړتيا ده۔ ده ووئيل حک??مت قبائلی سيمو كښې هم د هېواد نورو برخو برابر د تعلیم، صحت، روزګار موقعو او نورو اسانيو وركولو له لوظي دے۔ د پلاوي غړو فاټا كښې د اصلاحاتو عمل په پيل كولو او قبائلی سيمو څخه د 70 كلونو راهسې د تور قانون ختمولو په لړ كښې په عملی اقداماتو د وزیراعظم مننه وكړه