د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري سره د رابطه عالم اسلامي پلاوي وليدل

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير پيرنورالحق قادري سره د جمعې په ورځ رابطه عالم اسلامي ريجنل ډائرېكټر سعد مسعود الحارثي پھ مشرۍ كښې پلاوي ليدلې دي۔په دې موقع رابطه عالم اسلامي ريجنل ډائرېكټر د مذهبي چارو وزير ته په كامياب حج آپرېشن مباركي وركړه او وې وئېل د پاكستان پسمانده او ځپليو سيمو كښې د سماجي مرستې لپاره چمتو يو۔د مذهبي چارو وزير د رابطه عالم اسلامي پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل تنظيم د ګردې نړۍ ځپليو مسلمانانو لپاره لويې خذمات ترسره كړي او د پسمانده سيمو پرمختګ لپاره يې خپل كردار ادا كړې۔ده ووئيل عمومي سېكتر ډاكټر محمد بن عبدالكريم العيسٰی يو لويې عالم او عظيم لارښود دے٬مونږ د هغه د پاكستان دورې كولو پھ طمعه يو

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں