د سارك راروانه سرمشريزه غونډه به پاكستان كښې كېږي۔ وزیراعظم عمران خان به د غونډې مشري كوي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي نيويارك كښې خبريالانو سره خبرې

image

نیویارک ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سوئيلي آسيائي هېوادونو ترمينځھ د مرستې تنظيم (سارک) راروانه سرمشريزه غونډه به پاكستان كښې كيږي دا پرېكړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د سارك هېوادونو د وزيرانو په كچه يوه غونډه كښې شوې په كومه كښې چې خارجه وزير شاه محمود قرېشي هم ګډون وكړو۔ خارجه وزير خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل وزیراعظم عمران خان به د سارك راروانې سرمشريزې غونډې مشري كوي۔ د غونډې د تاريخ اعلان به وروستو كولې شي۔ ده ووئيل د هند نه سوا ټول غړي د راروانې غونډې پاكستان كښې كولو ته سلا شوي۔ ده ووئيل هند اوس تنهائۍ سره مخ شوې او د دې غونډې د وړاندېز توثيق كولو نه غېر بله لاره نه مومي۔ خارجه وزير ووئيل آخری سارک غونډه اسلام آباد كښې كال 2016ء كښې كېدل وو ولې د هند د اعتراضونو لامله ونكړې شوه۔ دا ځل اوس هند په دې اړه خاموشه دې۔ ده ووئيل سارك داسې فورم دې چرته چې سيمه ايز هېوادونه په خپلو مسئلو خبره كولې شي هغه حل كولې هم شي۔ شاہ محمود قرېشی زياته كړه چې زه غونډې ته قصدا ً ناوخته راغلم ولې چې ما مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو په ضد د احتجاج په توګه د هندي خارجه وزير تقرير اورېدل نه غوښتل۔

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں