د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان نيوز چېنل سره خبرې

image

اسلام آباد ۔ 16 اکتوبر (اے پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي د جمهوري حكومت بلېك مېل كولو كومه هم هڅه به اونه زغملې شي۔ هېواد كښې د بې پرې احتساب په لاره كښې خنډان رامخې ته كوؤنكي وګړي به مايوسۍ سره مخ شي۔ د شورؤ په ورځ يو نجي نيوز چېنل سره خبرو كښې ده په مخالفه ډله ټكونه وكړل او د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) مشر ته ئې خبردارې وركولو كښې ووئيل د هغه د بلېك مېل كولو پالېسۍ نتيجې به ډېرې خطرناكې وي۔ ده ووئيل وزیراعظم د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كړه او د مسلمانانو په ضد ئې هندي ظلم او زياتې په ډاګه كړو۔ ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ ن او پاكستان پيپلز ګوند سياست كومه نظريه نه لري۔ دوي د څو لسيزو څخه حكومت كړې او اولس له ئې هېڅ نه دي كړې بلكې په اولس ئې د قرض بوج اچولې۔ ده ووئيل د عمران خان په مخلص قيادت كښې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د ټولو كرپټ عناصرو بې پرې احتساب كولو له لوظي دے۔ ده ووئيل د جے یو آئی (ف) مشر مولانا فضل الرحمان تش د نامې مارچ د كشميريانو آزادۍ له نه بلكې د قامي خزانې لوټ كوؤنكو ملاتړ له دے۔ ده ووئيل د عمران خان اولنۍ ترجيح هېواد كښی بدعنواني ختمول او سپېځلي جمهوريت ته وده وركول دي۔ علی محمد خبردارې وركړو چې حكومت به چا سره هم سمجهوته نه كوي څوك هم چې د رياست عملداري چېلنج كوي يا قانون پخپلو لاسو كښې اخلي نو رعايت به ورسره نه كېږي۔

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں