د قانون وزير فروغ نسیم د خپل وزارت څخه استعفیٰ وركړه كومه چې وزیراعظم منظور كړه۔ شېخ رشید، شهزاد اکبر

image

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د قانون وزير فروغ نسیم د خپل وزارت څخه استعفیٰ وركړه كومه چې وزیراعظم منظور كړې۔ د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې شېخ رشید ووئيل فروغ نسیم د كابينې په غونډه كښې خپله استعفیٰ وړاندې كړې٬ كومه چې منظور كړې شوې ده۔ شېخ رشید ووئيل فروغ نسیم (نن) به د شورو په ورځ د قمر جاوېد باجوہ د كېس پېروي وكړي٬ د قانون وزير په حېث عمران خان او دې كابينې لپاره د ھغه لوي خدمات دي٬ د خپل خدمات شا ته غورځولو سره خپل استعفیٰ وزیراعظم عمران خان ته وركړې ده او ھغه به انورمنصور سره په ګډه د كېس پېروي كوي٬ وزیراعظم د ھغه استعفیٰ قبول كړې ده۔ په دې موقع شهزاد اکبر ووئيل فروغ نسيم په رضاکارانه توګه استعفیٰ دې لپاره وركړې ده چې ھغه د وفاقي وزير په حېث عدالت ته نه شي وړاندې كېدې٬ ھغه به د حكومت موقف په واضح كولو كښې د اټارني جنرل معاونت كوي۔ ده ووئيل چې معاونت ترسره شي نو ھغه بيا د وزيراعظم په منظورۍ بېرته كابينه كښې شاملېدې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں