وزیراعظم عمران خان د غريبۍ ختمولو ، بې روزګاره كسان هنر مند كول او د بې وزله كورنيو غذائی حاجتونه ترسره لپاره بینظیر انکم سپورټ پروګرام ته خاص سپارښتنې

image

اسلام آباد 28 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د غريبۍ ختمولو ، بې روزګاره كسان هنر مند كول او د غريبو كورنيو غذائی حاجتونه ترسره كولو لپاره بینظیر انکم سپورټ پروګرام ته زر تر زره د حتمی پروژې وړاندې كولو سپارښتنې سره وئيلي دي د غريبۍ ختمول او د کمزورې طبقې خېر ښېګړې ته حکومت پام لرنه كوي،ده دا سپارښتنه د بینظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن ډاکټر ثانیه نشتر سره په خپلو خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ د وزیر اعظم سره ملاقت كولو۔ ډاکټر ثانیه د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام په اړه په بيلو چارو وزیرِ اعظم له بريفنګ وركړو۔په دې موقع وزیراعظم ووئيل ریاست د احساس نامه ده كوم چې د ټولنې کمزور طبقو راپورته كولو له كردار ترسره كوي، وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې د غريبۍ ختمولو لپاره يو داسې بشپړ پروګرام ترتیب كړئ چې يواځې د غريبۍ له امله د ځپلې شوو كسانو وقتی حاجتونو تر سره كولو محدود نه وي بلکه په كوټلې انداز كښې د کمزورې طبقې غريبۍ څخه وېستلو له بشپړ كردار ترسره كړي۔ ده سپارښتنه وكړه چې د غريبۍ په چیلنج قابو موندلو ته اړتيا ده او په دې لړ كښې روان بيل پروګرامونو ترمينځه مرستې او رابطو زياتولو ته اړتيا ده۔

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں