د پاكستان او آسټرېليا ترمينځھ يو ورځنې نړيوال كركټ مېچ سبا كېږي

image

شارجه 20 مارچ(اے پی پی) د پاكستان او آسټريليا كركټ لوبډلو ترمينځھ د 5 يو ورځنو نړيوالو كركټ مېچونو سيريز پېل سبا كېږي۔ د پاكستان سپر ليګ ختمېدو نه وروستو پاكستانۍ لوبډله اوس ون ډې سيريز كښې د كېنګروز چېلنج سره مخ ده ٬ بلخوا د آسټرېلیا لوبډله هندي لوبډلې ته ون ډے سيريز كښې په خپله خاورخه ماتې وركولو نه وروستو اوس د ګرين شرټس په ضد سيريز ګټلو ته سترګې په لار ده۔ ځكه د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سختې مقابلې امكان دې۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دوهم يو ورځنې مېچ به په 24 مارچ ٬ درېم په 27 مارچ، څلورم په 29 مارچ او پنځم او وروستې مېچ به په 21 مارچ كولې شي۔ د سيريز اولني دوه مېچونه به شارجه، درېم ابوظبي او څلورم او آخري مېچ به دبۍ كښې كولې شي۔ ټول مېچونه به ډے اېنډ نائټ وي او د پاكستان د معياري وخت لمخې ماځيګر 4 بجې به پېل كېږي

مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں