سپيكر اسد قیصر قومي سلامتيا له د قومي اسمبلۍ پارلماني كمېټۍ غونډه د اګست په 19 نېټه راوبلله

image

اسلام آباد ۔ 15 اګست (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر قومي سلامتيا لپاره د قومي اسمبلۍ پارلماني كمېټۍ غونډه د اګست په 19 نېټه رابللې ده۔ دا غونډه به پارلېمنټ هاؤس كښې كېږي۔ ددې مشري به د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر كوي۔ كمېټۍ ته به په ملكي ٬ خارجي او داخلي چارو بشپړه بريفنګ وركولې شي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د دفاع وزير پروېز خټك ٬ داخله وزير اعجاز شاه ٬ د كشمير چارو وزير علي امين ګڼدا پور ٬ د آئي ټي وزير خالد مقبول صديقي او د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد غونډه كښې ګډون كوي۔ د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف او بلاول بھټو هم د قومي سلامتيا كمېټۍ غړي دي۔ مشاهد الله خان ٬ شېری رحمان، محمد علی خان سېف او نور سناتوران به غونډه كښې ګډون كوي۔

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں