د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فیصل اوونيز بریفنګ

image

اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فیصل د هند وزیر اعظم مودی په بیان د سخت غبرګون څرګندولو سره وئيلي دي د لويديزو دريابونو مخه بدلول به د هند جارحیت ګڼلې شي او پاکستان به د ځواب وركولو حق لري، د پاکستان په هڅو هند په نړيواله كچه يواځې شوې، پاکستان د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې ریاست جمو او کشمیر په معامله د استصواب رائے لپاره نن هم چمتو دے۔ د زيارت په ورځ اوونيز پریس بریفنګ په مهال وياند د پاکستان د لويديزو دریابونو مخه بندلولو او د هغې مخ هريانه ریاست ته د اړولو په حقله د هندي وزیر اعظم په دهړكه د سخت غبرګون څرګندونې سره ووئيل پاکستان د سندھ طاس لوظنامې ترمخه په درو لويديزو دریابونو حق لري او د دغې دريابونو بندولو د هند هڅه به جارحیت ګڼلې شي او پاکستان د ځواب حق لري۔وياند ووئيل د مودی په اوسنو بيانونو د بی جے پی حکومت د نړيوال قوانین او اصولو خلاف ورزي كوونكې د يو غیر ذمه وار او جارح خوښې ریاست عکاسي كوي او مقبوضه کشمیر كښې د روانو ظلمونو او بشري حقونو خلاف ورزیو سره د پام ګرځولو ناکامه هڅه ده۔وياند ووئيل د نریندر مودی اشتعال انګیز بیانونه د نړۍ په وړاندې دي چې ورسره سوئيلي اسياﺀ او نړۍ امن خطر سره مخ كيدې شي۔ده ووئيل د 5 اګست د پېښې نه پس د پاکستان اعلی كچ هڅو په نتيجه كښې هند په نړيواله كچه يواځې شوې۔ د وزیر اعظم ایران او سعودی عرب دورې پھ اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل وزیراعظم د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه سيمه كښې تاؤ ترېښوالې کمولو په غرض د سهولت کارۍ او اختلافات په سفارتی او سفارتی ذريعو سره د حل کولو وړانديز كړې ؤ۔ د کرتار پور راهدارۍ په اړه وياند ووئيل زمونږ د اړخه په راهدارۍ کار بشپړيدونكې دې په دې لړ كښې به نور تفصیلات هم رامخې ته كړې شي۔ بابری مسجد په اړه ځواب كښې وياند ووئيل دا يوه حساس معامله ده، مونږ غواړو چې پريكړه د مسلمانانو د هيلو له مخې وكړې شي۔ د ترکیې اولس مشر د شیډول له مخې په 23 اکتوبر د پاکستان دورې په حقله وياند ووئيل دا مهال دورہ ځنډولې شوي۔ د کلبھوشن یادیو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاکستان وړاندې څخه د قونصلر رسنه وركړې دغسې لاجیکل او قانونی پروسیجرز په اړه اقدامات پيل كړې شوي دي

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں