د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې غونډه

image

لاهور 28 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د ځائي حكومتونو د نظام په اړه غونډه د ګل په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې د پنجاب وزيراعلٰي سردار عثمان بزدار٬ د قانون صوبائي وزير محمد بشارت راجه٬ د خزانې صوبائي وزير مخدوم هاشم جوان بخت٬ د ودانيو صوبائي وزير ميا محمود الرشيد٬ د پنجاب چيف سېكتر نسيم يوسف كهوكهر٬ د پلاننګ اېنډ ډويلپمنټ چيئرمېن حبيب الرحمان٬ صوبائي سېكترانو او نورو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم د ځائي حكومتونو په نظام د عملدرآمد په اړه د پرمختګ نه خبر كړې شو٬ وزيراعظم ته د پنجاب ميونسپل سروسز پروګرام په اړه بريفنګ هم وركړې شو۔ د لوكل ګورنمنټ اېنډ كميونټي ډوېلپمنټ ډيپارټمنټ اعلٰي چارواكو وزيراعظم په دې لړ كښې د شوي پلان نه خبر كړو۔

مضمون کا ماخذ : بہت کچھ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں