پاکستان كښې آمرانه نظام نشته٬ هېواد كښې بشپړ جمهوريت او ټول د پرلت آزادي لري ۔ د فواد احمد چوهدري ميډيا سره خبرې

image
APP42-07 ISLAMABAD: February 07 – Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دې پاکستان كښې آمرانه نظام نشته٬ هېواد كښې بشپړ جمهوريت او ټول د دهرنې آزادي لري ۔ د زيارت په ورځ د دستورې نه پس ميديا سره په خبرو كښې ده ووئيل جمپ سټارټ پاكستان لس زره اورسيز پاكستانيان يو بل سره د تړلو يوه ډله ده۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان اورسيز پاکستانيانو ته ډېر اهميت وركوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاکستان كښې آمرانه نظام نشته٬ هېواد كښې بشپړ جمهوريت او ټول د دهرنې آزادي لري۔ ده ووئيل مونږ دا افسوس لرو چې په شېبو باران كښې خلق بهر ناست دي او مشران ئې په كورونو كښې حلوه خوري او اولس دهكې خوري۔ فواد چوهدري ووئيل عبدالغفور حېدري وئيلې مونږ ته د حكومتي مرستې حاجت نشته دا خلق د مرستې په لار كښې پخپله خنډان دي٬ سي ډي اے ته د كار كولو بايد اجازه وركړې شي۔ ده ووئيل كله چې دهرنا كوٶنكو څخه پوښتنه وشوه چې تاسو څه غواړې نو دوي ووئيل نورې كنټېنرې دې راوړلې شي چې مونږ پكښې په يخنۍ كښې اوده كېږو، د نواز شريف د صحت په اړه وفاقي وزير ووئيل مونږ د ھغه روغ صحت لپاره لاس په دعا يو خو خلق دا تشويش لري چې د رنځورۍ په حالت كښې خلق روغتون ته ځي او دهغه كور ته روان دے ۔ ده ووئېل مونږ لاس په دعا يو چې د نواز شريف پليټ ليټس پورا شي۔ده ووئيل پرون چې اقليتونو او كرتارپور لپاره كم ټكي كارولې شوي هغه ټولو اورېدلي دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں