اسلام آباد۔17فروری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د افغانستان امن او سوكالۍ له د افغان مسئلې حل زيات ضروري دے۔ افغانستان كښې امن راتللو سره به افغانستان او منطقه كښې د امن او سوكالۍ دور پېل شي۔ پاكستان د افغانستان په خپل مشرتابه كښې د افغان وګړو د خوښې له مخې رامخې ته شوې د امن لوظنامې ملاتړ له د خپل عزم پخلے كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ د افغان مسعود فاؤنډېشن مشر احمد ولي مسعود سره خبرو كښې وكړه كوم چې د يو 15 كسيزه پلاوي په ملګرتيا كښې سپيكر سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال په پاك افغان اړيكو او د منطقې په سياسي صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سپيكر د مسعود فاؤنډېشن افغاسنتان كښې د تعميري كردار ذكر كولو سره ووئيل د فاؤنډېشن زده كړو ٬ سماجي پرمختګ او د روغتيا او مرستې هلو ځلو كښې كردار د ستائنې وړ دے۔ د مسعود فاؤنډېشن مشر احمد ولي مسعود ووئيل هغه افغانستان كښې تل پاتي امن له د پاكستان د هڅو ستائنه كوي۔ هغه ووئيل افغان اولس د څو لسيزو نه د افغان كډوالو په مېلمستياﺀ كولو د پاكستان مننه كوي۔ هغه دې خبرې سره اتفاق وكړو چې افغانستان كښې تل پاتي امن له د ټولو ډلو امن عمل كښې شاملېدل ضروري دي۔