د آرټسټ ويلفيئر فنډ نه به روانه مياشت ليكوالو او د شاعرانو پشمول مستحقو فنكارانو ته 2.5 كروړه روپۍ وركولې شي۔د صدر ډاكټر عارف علوي ټوېټ

image

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د آرټسټ ويلفيئر فنډ نه به روانه مياشت ليكوالو او د شاعرانو پشمول مستحقو فنكارانو ته 2.5 كروړه روپۍ وركولې شي۔د جمعې په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې هغه ووئيل د آرټسټ ويلفيئر فنډ نه به د روانې مياشتې په مهال كه لوي څښتن ته منظور وي نو اديبانو٬شاعرانو او پارفارمنګ او ويژوئل آرټ سره تړون لرونكو مستحقو فنكارانو ته 2.5 كروړه روپۍ وركولې شي۔دا ادائيګۍ به په كلنه بنيادونو وي۔هغه ووئيل د دې پېسو وېش بايد سپيځلے وي۔په دې لړ كښې به فهرستونه او درخواستونه د يو سخت جانچ پړتال نه تېرولې شي دغسې چې انصاف وكړے شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں