د سېنېټ چیئرمېن او ډپټی چیئرمېن کلرکهار بس پېښه كښې په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی په لاهور اسلام آباد موټروے کلرکهار سره نزدې د مسافر بس پېښي په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې دي۔د سېنېټ چیئرمېن ووئيل په دې پېښه كښې په حق رسيدليو كسانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔د سېنېټ چیئرمېن دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔د سېنېټ میډیا د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سېنېت چیئرمېن په دې پېښه كښې د ژوبل كسانو زر روغتيا له هم دعا اوكړه۔د سېنېټ ډپټی چیئرمېن مرزا محمد آفریدی په خپل جلا پیغام كښې د لاهور اسلام آباد موټروے د کلرکهار سره نزدې د مسافرو بس په پېښه كښې په شوي زيان د افسوس څرګندوني سره په دې پېښه كښې حق رسيدلو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړي۔

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں