وزیراعظم محمد شهبازشریف یونان كښې د بيړۍ په پېښه كښې د پاکستانیانو په حق رسيدلو سخت نوټس، د پېښي پلټني كولو لپاره څلور كسيزه اعلی كچ کمېټی جوړه كړه،د ګل په ورځ د غم لمانځلو اعلان

image

لاهور/اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهبازشریف یونان كښې د بيړۍ په پېښه كښې د پاکستانیانو په حق رسيدلو سخت نوټس اخستلو سره د پېښي پلټني كولو لپاره څلور كسيزه اعلی كچ کمېټی جوړه كړې ده ۔ وزيراعظم د ګل په ورځ د غم لمانځلو اعلان كړې دې،د غم ورځ په مهال به قامي بيرغ ټيټ وي او په حق رسيدلو لپاره به خصوصی دعا کولې شي۔د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم په یونان كښې په 14 جون په رامخې ته شوي د بيړۍ پېښي نوټس اخستلو سره د پېښي پلټنو لپاره څلور كسيزه كمېټي جوړه كړي ده، نېشنل پولیس بیورو ډائریکټر جنرل احسان صادق د کمېټۍ چئیرمېن مقرر کړې شوي دغسې د خارجه وزارت ایډیشنل سیکرټری (افریقه)جاوید احمد عمرانی د کمېټۍ غړے مقرر كړې شوي،دغسې د آزاد جمو او کشمیر پونچھ ریجن ډی آئی جی سردار ظهیراحمد او د كرونيو چارو وزارت جوائنټ سیکرټری (ایف آئی اے) فیصل نصیر هم په کمېټۍ كښې شامل دي۔ بیان له مخې کمېټی به په يونان كښې د بيړۍ چپه كيدو ټول حقائق جمع کوي او بشري قاچاق كښې ككړ كسانو معلومات كولو سره به هغوي له سزا وركولې شي۔ کمېټی به په يوه اوونۍ كښې رپورټ وزیراعظم ته وړاندې كوي او د کمېټۍ د رپورټ په رڼا كښې به نوره کارروائی كولې شي

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں