ټوکیو۔3جولائی(اے پی پی) خارجه وزير بلاول بھټو زرداری وئيلي دي جاپان سره د سرمايه كارۍ ٬ تجارت او سېلګرۍ په شمول په ټولو څانګو كښې همكاري زياتول غواړؤ٬ نجی څانګه دوه اړخيزه اړيكو كښې مهم كردار ترسره كولې شي٬ جاپان سره اړيكې زياتول غواړؤ٬ د سېلاب ځپليو په مرسته كولو د جاپان مننه كوؤ٬ پاكستان جاپان ته افرادي قوت وركولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د جاپان سركاري دورې په موقعه په ټوكيو كښې خپل جاپاني همڅنګ یوشیماسا حیاشی سره ملاقات څخه وروستو د ګډې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ خارجه وزير ووئيل په زړه پورې مېلمستيا كولو د جاپان خپل همڅنګ یوشیماسا حیاشی د زړه له كومي مننه كوم٬ دا زما د جاپان او ښكلي ښار ټوكيو لومړۍ دوره ده۔ ده ووئيل پاكستان او جاپان پخواني ملګري دي٬ د دواړو هېوادونو اولس يو بل لپاره د مينې او خېر خواښۍ جذبې لري٬ مونږ د ضرورت په وخت كښې ټول عمري يو بل سره ولاړ پاتې شوې يؤ٬ جاپان سره اړيكې زياتې مهمې ګڼؤ۔ خارجه وزير ووئيل د تېر كال په مهال د اعلی كچې پرله پسې تبادلو د لارې مو په اړيكو كښې يو نوې توان او جذبه ليدلې ده۔ ده ووئيل د آسیان علاقائی فورم 29مې وزارتی غونډې په موقعه په 4 اګست 2022 کمبوډیا كښې راته جاپاني همڅنګ یوشیماسا حیاشی سره د ملاقات درناوې ترلاسه شو۔ نني ملاقات سره مونږ خپل منځه خبرې مخ په وړاندې بوتلې دي۔ ده ووئيل جاپاني خارجه وزير سره د نتيجې وړ خبرې شوي چې مونږ څنګه دوه اړخيزه همكاري لا سوا كولې شؤ۔ ده ووئيل مونږ د تجارت، سرمایه کارۍ، بشري وسائلو پرمختګ او تبادلې ٬ آئي ټي ٬ سېلګرۍ او د كركيلې په څير څانګو كښې دوه اړخيزه همكاري لا زياتولو ته سلا شوي يؤ۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداری ووئيل مونږ په ګډه په پاكستان كښې سېلاب ځپليو سيمو كښې د سولرائزیشن، ډی سېلی نېشن او د واټر پیوریفیکیشن او هاؤسنګ او انفراسټرکچر بحالۍ په څانګو كښې په زياتو فعالو پروګرامونو په ګډه د كار كولو امكاناتو په لټولو اتفاق كړے دے۔ دې سره سره فريقېنو د هنرمند افرادي قوت نقل وحركت آسان جوړولو له پاكستان كښې جاپانۍ ژبې له د لېنګوېج اسېسمنټ ټېسټ په كولو موافقت كړے دے۔ ده ووئيل مونږ جاپان كښې د پاكستاني هنرمند بشري وسائلو درآمد او د دې د ژبې تربيه د مرستې يوه مهمه څانګه ګرځولې ده۔ په خبرو اترو كښې پاکستان كښې د جاپاني ادارو په سرمايه كارۍ او شريكو منصوبو هم غور وشو۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل د جاپان د دورې په مهال به نجي څانګې ٬ ځائي ميډيا سره سره تھنك ټېنكس سره هم خبره كوم۔ ده ووئيل د جاپان دورې په مهال به د نجي څانګې وګړو سره هم ملاقات كوم۔ خارجه وزير په غوره مېلمستيا كولو د جاپاني خارجه وزير مننه وكړه او ده ته يۍ د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداری د جولائي اولنۍ نېټې څخه تر 4 جولائي د جاپان څلور ورځنۍ سركاري دوره كوي۔ دې به د جاپان وزيراعظم سره هم ملاقات كوي۔