د لوبو څانګې له مو 5 اربه روپۍ بېلې كړې٬ ځوانانو له به ضروري وسائل برابرولې شي٬ د وزيراعظم شهباز شريف دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد۔18جولائی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د لوبو څانګې له 5 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي ٬ كه بيا موقعه راكړې شوه تعليم ٬ فني تعليم او د لوبو مېدانونو له چې څومره هم وسائلو ته اړتيا وي برابرولې به شي٬ ځوانان د كوم هم هېواد سرمايه وي٬ د محدود وسائلو باوجود ځوانانو د لوبو په مېدان كښې د پاكستان نامه روښانه كړه ٬ ټول اولس د هېواد نامه روښانه كوؤنكو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي٬ د زر مبادله په پنګو كښې د 60 كروړه ډالرو اضافه شوې٬ د ملګرو ملتونو لخوا مرستې سره معاشي اشاريې مخ په ښه كېدو دي٬ د ځوانانو خوارۍ او ستړو سره به هېواد مخ په وړاندې لاړ شي٬ ځوانانو لپاره چې څومره هم وسائلو ته اړتيا وي برابرولې به شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د وزیراعظم یوتھ سپورټس انېشی اېټو اجراﺀ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د اطلاعاتو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب ٬ د بېن الصوبائي رابطې وفاقي وزير احسان الرحمان مزاری ، د وزیراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستياله شزا فاطمه او ګڼ شمېر لوبغاړي موجود وو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل چې د اولس فرزندانو هلكانو او انجونو خواري كولو سره د لوبو په مېدان كښې نوم ګټلې دې په كوم چې زه دوئي ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم۔ دوئي د لږو وسائلو باوجود د خپل ټرېنرز ٬ كوچ او مور پلار دعاګانو سره د پاكستان نامه په نړۍ كښی روښانه كړه۔ وزیراعظم ووئيل د 5 اربه روپو وزيراعظم فنډ اعلان نن وفاقي وزير احسان الرحمن كړے٬ په دې 5 اربه روپو كښې به د لوبغاړو ټكټونه ، استوګنه او كټس شامل وي۔ دا 5 اربه روپۍ ګرد هېواد لپاره په اوړو كښې د مالګې برابر دي۔ د كروړونو په شمېر ځوانانو ته كه مناسب چاپېريال او اسانۍ وركړې شي نو د نړۍ تر ټولو غوره لوبډلو څخه هم وړاندې تللې شي۔ وزیراعظم ووئيل هيله ده چې نوې حكومت به دې كښې اضافه وكړي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان د زرمبادله په پنګوكښی د 60 كروړه ډالر اضافه پرون شوې ده۔ د چین بېنك دا رقم رول اوور كړے٬ دا كومه معمولي خبره نه ده٬ مونږ احسان كوؤنكي ياد ساتؤ۔ وزيراعظم ووئيل دعا ده چې د دې قرضونو په ځايې زمونږ په خوارۍ او ستړو كښې اضافه وشي۔ په سپېشل اولمپکس كښې ګولډ مېډل ترلاسه كوؤنكو كوچنيانو څخه بايد مونږ همت او سبق ترلاسه كړؤ۔ هم د دوئي خوارۍ سره به پاكستان مخ په وړاندې لاړ شي۔ وزيراعظم ووئيل تعليم ٬ فني تعليم او د لوبو مېدانونو له چې څومره هم وسائلو پكار وي هغه به برابرولې شي۔ د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيالې شزا فاطمه خواجه په خپل خطاب كښې ووئيل مسلم لیګ (ن) لوبو ته وده وركول په خپلو ترجيحاتو كښې شامل كړي۔ شهباز شریف د وزيراعظم په توګه ډیپارټمنټل سپورټس بحال كړے دے٬ د دې مياشتې په پايه كښی به په قامي كچه د لوبو مقابلې كولې شي۔ د سپورټس انېشی اېټو لاندې لوبو ته وده وركولو له 5 اربه روپۍ اېښودلې شوي دي۔ انډوومنټ فنډ جوړولې شي په دې كښې به هر كال اضافه كولې شي۔ دې څخه به پخوانو لوبغاړو سره هم مالي مرسته كولې شي۔ د فوري خرڅونو ترسره كولو له دوه نيم اربه روپو اېښودلې شوي دي۔ په اسلام آباد كښې اولنے سپورټس پوهنتون جوړولے شي۔ دستورې ته د بېن الصوبائي رابطې وزير احسان الرحمن مزاري هم خطاب وكړو۔ ده ووئيل سپورټس انېشی اېټو د اوسني حكومت لوبو كښې د خوښي لرلو ښكاره ثبوت دے۔ وزیراعظم په دې موقعه چترال سره تعلق لرونكي د ټېبل ټېنس سپېشل لوبغاړي ته د سپورټس ويل اخستلو لپاره د 3 نيم لكه روپو چېك وركړو۔ وزيراعظم په سپېشل اولمپكس كښې تمغه ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو ته د 50 لكه روپو چېك وركړو۔ وزيراعظم په دې موقعه د اولني سپورټس پوهنتون پرانسته هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں