پنځم اګست د کشمیر د تاریخ تر ټولو زياتو تورو ورځو كښې شمېرلې شي٬ د كل جماعت حريت كنفرنس كنوينئر

image

اسلام آباد۔2اګست(اے پی پی) د كل جماعتي حریت کانفرنس آزاد کشمیر څانګې کنوینر محمود احمد ساغر د اګست پنځمه نېټه د کشمیر په تاریخ کښې یوه تر ټولو توره ورځ بللو سره وئيلي چې په دې نېټه كال 2019 كښې د نرېندر مودی د هندو توا هندي حکومت د جمو او کشمیر د ځانګړی حیثیت ختمولو غېر قانوني كارروائي وكړه چې يوازينې مقصد يۍ په مقبوضه سيمه كښې د مسلمانانو اکثريت په اقليت كښې بدلول دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې محمود ساغر په اسلام آباد كښې جاري شوي خپل يو بيان كښې ووئيل چې د اګست په 5 مه نېټه هند د كشمير ډېر ناوړه استحصال وكړو او دا ورځ به د استحصال ورځې په توګه ټول عمري له ياده ساتلې شي۔ ده په كشميري اولس زور راوړو چې هغوي دې 5 اګست د تورې ورځې په توګه لمانځلو سره نړيوالې ورورولۍ ته دا ښكاره پېغام وركړي چې مونږ كله هم د هند غېر قانوني قبضه نه قبلوؤ۔ ده ووئيل كشميرې اولس به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې خپلې هڅې روانې ساتي او هندي ظلم او زياتې دوئي د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له ستړو كولو څخه منع كولې نه شي۔ ده د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته ژوند كوؤنكو او په ګرده نړۍ كښې پاتې كېدونكو كشميري وګړو ته غږ وكړو چې هغوي دې د هندي جارحيت په ضد د اګست په 5 مه نېټه لاريونونه وباسي او د نړۍ پام دے د كشميري اولس ناوړه حالت پلو وګرځوي

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں