د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټۍ غونډه ٬ پېمرا (ترميمي) بل 2023 بېرته واخستې شو٬ د بل لا غوره جوړولو له د عزم څرګندونه

image

اسلام آباد۔7اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مریم اورنګزیب د پېمرا (ترمیمی) بل لا غوره جوړولو ، پارلیمانی نګرانۍ، ټربیونل، کونسل آف کمپلېنټس او جمع كړې شويو بدلونونو سره د اړوندو معاملو حل كولو له په سېنېټ كښې د رولز آف پروسېجر اېنډ کنډکټ آف بزنس 2012 لاندې پیمرا (ترمیمی) بل 2023 بېرته واخست۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د ګل په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې د قائمه كمېټۍ غونډه د كمېټۍ کنوینر فوزیه ارشد په مشرۍ كښې پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔ غونډه كښې په پاکستان الېکټرانک میډیا رېګولېټری اتھارټی (ترمیمی) بل 2023 بشپړه خبرې وشوې۔ دا بل وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب معارفي كړې وو۔ پاکستان كښې مهم الیکټرانک میډیا آرګنائزیشن سره تعلق لرونكو مشرانو خبريالانو او د بېلو ميډيا اېسوسي اېشنز نمائندګانو په ياد كړي شوي بل بحث لپاره غونډه كښې ګډون وكړو۔ د بېلو سټېك هولډرز لخوا د 28 بدلون ترلاسه كېدو څخه وروستو سپانسر مناسب بدلونونه بل كښې شاملولو سره قانون سازی لا ښه كولو له د بل بېرته اخستو پرېكړه وكړه او نوې حكومت ته يۍ په سباؤن كښې د دې مخ په وړاندې بوتللو اجازه وركړه۔ د كمېټۍ په غونډه كښې د معزز سېنېټر صاحبانو پشمول عرفان صدیقی، محمد طاهر بزنجو، کامران مائیکل، وقار مهدی، انور لال دین، کامران مرتضیٰ او مشتاق احمد ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں