اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې د پاكستان سباؤن روښانه دې٬مونږ له به په ګډه پاكستان سرسبز جوړول وي٬د 13 ګوندونو اتحاد پاكستان د مشكل حالاتو څخه ويستلې٬مونږ كوم سياسي مخالف زندان كښې نه دې اچولې نه مو نيب په چا پسې لګولې٬په 9 مئي كښې چې په هېواد كښې څه شوي داسې ظلم د هېواد په تاريخ كښې نه و شوې۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د مخاخې خطاب په مهال وزيراعظم شهباز شريف ووئيل په 11 اپرېل 2022 د دې ايوان معززه غړو زه وزيراعظم ټاكلے ووم٬زه د دې ټولو مننه كوم٬دا 16 مياشتې د حكومت تر ټولو لنډه موده وه٬په دې مهال د ګڼو چېلنجونو مشكلاتو سره مخ وو٬د تېر حكومت د ناكامه پالېسو په وجه مونږ د ډېرو چېلنجونو مقابله كړی٬تر ټولو لويې چېلنج د سېلاب مقابله كول وو٬د آئي اېم اېف سره تېر حكومت د لوظ نامو خلاف ورزي كړی٬د پاكستان وقار ته زيان رسېدلې٬تېر حكومت د ملګرو وروڼو هېوادونو سره اړيكو ته زيان رسولې٬د سائفر ډرامه شوې٬د امريكې سره اړيكې ځپلې شوي٬د چين په ضد بې بنسټه ډنډورې شوي دغسې د وروڼو ملګرو هېوادونو سره په اړيكو كښې خلل رامخې ته شوې وو۔ده ووئيل د ملګرو هېوادونو نه غېر د كشمير شخړې حل خبره دلته شوې٬قرض اخستلو سره د نړۍ په وړاندې زمونږ ګريبان ته لاس اچولې شوې٬د پاكستان په كورنيو چارو هم ډنډورې شوي٬ټولو ته به غله غله وئېلې كېدل۔په داسې حالاتو كښې كله چې مونږ اقتدار سنبهال كړو نو مونږ د مشكلاتو د دومره لويې شدت اندازه نه وه٬د تېلو بيعه په آسمان كښې وه٬د دې يوه لويه وجه د روس او يوكرين جنګ هم وو٬پنځلس ورځې پس به د پیټرولو په بيعه كښې بدلون په سوچ مجبوره كېدو٬په اربونو ډالره خرڅ كولو سره به بهر څخه غنم راغوښتلې كېدل٬د تېر حكومت په دور كښې اپوزېشن زندان ته د لېږلو هڅې كېدې٬د يو ظالم او فاشسټ حكومت دا رويه وه۔په 16 مياشتو كښې مونږ كوم سياسي مخالف زندان ته نه دې لېږلې او نه مو په چا پسې نيب لګولې۔ده ووئيل د هېواد سره د ظلم او زياتي انتها په 9 مئي شوې۔دغه ورځ به د تورې ورځې په توګه ياد ساتلې شي٬په دې ورځ د هېواد د پولو محافظو د يادګونو توهين شوې۔ترهه ګرۍ هېواد ته لويې زيان رسولې٬هرې څانګې سره تعلق لرونكو د خپلو ځانونو قرباني وركړی۔سياسي مشران هم د ترهه ګرۍ ښكار شوي٬وزيراعظم ووئيل پخواني وزيراعظم د طالبانو د بېرته راتللو بيان وركړې چې هغوي به دلته راځي٬دا د هغوي كور دې۔د دې نه پس د ترهه ګرۍ بريدونه بيا پیل شو٬د ترهه ګرۍ دا ناسور ختم شوې٬د دې كرېډېټ شهيدانو ته ترلاسه دې په 9 مئي چې څه شوي هغه يو بغاوت وو٬په دې هېواد كښې وزيراعظم شهيد كړی شوې۔ده ووئيل په 16 مياشتو كښې زما د ژوند تر ټولو مشكل امتحان وو٬داسې حالات وو دلته سرمايه كاري مشكل وه٬د آئي اېم اېف سره لوظ نامه چېلنج وو٬د لوے څښتن مننه كوو چې لوظ نامه شوې او پاكستان د ډيفالټ خطر څخه بهر شوې۔ده ووئيل بلوچستان يوه ښكلې صوبه ده هلته پرمختګ تر ټولو كم شوې٬د هغه ځاې وګړي نورې هم ګيلې شكوې لري٬هغوي جائز غوښتنې لري۔ده ووئيل بلوچستان له چې څومره هم وسائل وركړې شي هغه كم دي٬څلور ځله ګوادر ته تلے يم٬د اوبو او برېښنا منصوبه هلته بشپړ كړې شوې٬كومې مسئلې چې د حل كېدو څخه پاتې شوي٬هغه به په ګډه حل كولې شي٬د صبر او زغم څخه به كار اخستل وي٬ده ووئيل د بلوچستان نه بغېر پاكستان مخ په وړاندې نشي تللې٬ده ووئيل د شهيد بېنظيربهټو سياسي خذماتو ته د عقيدت پېرزوينې او د مسلم ليګ(ن)قائد نواز شريف ته پیرزوينې وړاندې كوو۔ده ووئيل13 ګوندونو اتحاد چې څه ډول زما رهنمائي كړی هغه به ياد ساتم۔د هغوي د مينې او مهربانو مننه كوم٬مونږ ټول پاكستانيان او د ګلونو يوې ګلدستې پشان يو۔ده د سپيكر٬د سېنېټ چيئرمېن٬د سېنېټ غړو٬وفاقي وزيرانو٬اپوزېشن ګوندون او ايوان غړو مننه وكړه چا چې د ايوان په كاروائۍ كښې برخه اخستلې