اسلام آباد۔7ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو وزارت الېکټرانک، پرنټ او ډیجیټل میډیا ته د جاري اشتهارونو په مد كښې د ادائیګو تفصيلات جاري كړي دي۔ د اطلاعاتو وزارت جولائی 2021 څخه تر جون 2022 ﺀ د 2 اربه 47 کروړه 50 لکه 53 زره 713 او جولائی 2022 څخه تر جون 2023 د اشتهارونو په مد كښې د 2 اربه 93 کروړه روپو ادائيګۍ وكړې او جولائی 2022 څخه تر جون 2023 وفاقی وزارتونو او محکمو پرنټ والېکټرانک میډیا ته د 98 کروړه 73 لکه 18 زره 74 روپو ادائيګۍ وكړې۔ د زيارت په ورځ د اطلاعاتو وزارت لخوا د جاري شوي بيان لمخې کسان پیکیج، یوتھ پروګرام، بی آئی ایس پی، قومی ورځو او غېر ملكي دورو سره اړوند ميډيا مهمات هم چلولې شي۔ د اطلاعات وزارت لخوا په کلاسیفائیډ او ان کلاسیفائیډ (ډسپلے) کیټیګریز كښې اشتهارونه جاري كولې شي۔ وزارت ووئيل چې پریس انفارمیشن ډیپارټمنټ د 437 وفاقی محکمو او ادارو د اشتهارونو بلونو په ادائيګۍ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ بیان كښې وئيلې شوي دي چې جولائی 2021 څخه تر جون 2022 د پی ټی آئی حکومت د جاری كړې شويو اشتهارونو په مد كښې د پی ډی اېم حکومت په دور كښې د 2 اربه 47 کروړه 50 لکه 53 زره 713 روپو ادائيګۍ وشوې او جولائی 2022 څخه تر جون 2023 وزارت د جاري كړې شويو اشتهارونو په مد كښې د 2 اربه 93 کروړه روپو ادائيګۍ وكړې۔ دغسې جولائی 2022 څخه تر جون 2023 د پی ډی ایم حکومت په دور كښې وفاقي وزارتونو او محكمو پرنټ والېکټرانک میډیا 98 کروړه 73 لکه 18 زره 74 روپۍ د اشتهارونو په مد كښې ادا كړې۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې د پرنټ، الېکټرانک، ډیجیټل میډیا، آؤټ ډور میډیا لخوا د پي ډي اېم حكومت په دور كښې د اطلاعاتو وزارت ته د 2 اربه 74 کروړه 11 لکه 4 زره 91 روپو بلونه ترلاسه شول۔ دا بلونه جولائی 2021 څخه تر جون 2022 د جاري شويو اشتهارونو په مد كښې ترلاسه شول ٬ د دې بلونو په مد كښې 2 اربه 47 کروړه 50 لکه 53 زره 713 روپۍ ادا كړې شوې۔ دغسې جولائی 2022 څخه تر جون 2023 د اطلاعاتو وزارت ته د اشتهارونو په مد كښې د 3 اربه 97 کروړه 25 لکه 55 زره 654 روپو بلونه ترلاسه شول ٬ د دې بلونو په مد كښې 2 اربه 93 کروړه روپۍ ادا كړې شوې۔ دغسې جولائی 2022 څخه تر جون 2023 د نورو وفاقی وزارتونو/محکموں او ادارو اشتهاری مهم لپاره د 1 ارب 86 کروړه 21 لکه 46 زره 890 روپو بلونه ترلاسه شول او د 98 کروړه 73 لکه 18 زره 74 روپو ادائيګۍ وكړې شوې۔ د اطلاعاتو وزارت ووئيل دا ټولې شمېرې په پبلك ډومېن كښې موجود دي۔