د نګران داخله وزير په ورسك روډ د امنيني ځواكونو ګاډي ته نزدې د چاؤدنې پيښې سخته غندنه

image

اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) نګران داخله وزير سرفراز احمد بګټي په پېښور ورسك روډ د امنيتي ځواكونو ګاډي ته نزدې د چاؤدنې پېښې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې شرخوښي دا ډول بزدلانه بريدونه كولو سره زمونږ حوصلې كمزورې كولې نه شي٬ هېواد څخه به د ترهګرۍ لعنت ختموؤ۔ د ګل په ورځ د داخله وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې داخله وزير ووئيل د شهيد شوي امنيتي اهلكار لوړو درجو لپاره لاس په دعا يؤ٬ د غمجنې كورنۍ په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ ده ژوبل شويو لپاره د زر روغتيا هم دعا وكړه۔ ده ووئيل شرخوښي دا ډول بزدلانه بريدونه كولو سره زمونږ حوصلې كمزورې كولې نه شي٬ هېواد څخه به د ترهګرۍ لعنت ختموؤ۔ ده ووئيل په هېواد كښې شرخوښي هېڅ ځايې نه لري٬ د ترهګرۍ ختمولو مو عزم كړے دے۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں